د لاس رسي وړ اتصالات

د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي سلاکار ونیول شو


د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو سابقه داره متحد او سلاکار راجر سټون د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو په اړه د پلټنو په دوام ونیول شو.

په ښاغلي سټون اوه مختلف تورونه دي چې ټول یې د دمورکرات گوند د لوړپوړو مقاماتو د ایمیلونو د هک کیدو د جنجالونو پورې مربوط دي.

هغه اطلاعات چې پدغو ایمیلونو کې موجود وو د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په جریان کې ویکی لیکس خپاره کړل.

ښاغلي سټون ویلي دي چې ددغو ایمیلونو د بربنډولو لپاره د ویکي لیکس له پلان نه دمخه خبر نه و.

هغه ویدیو چې د ښاغلي سټون د نیولو د جریان په اړه د سي ان ان خبري شبکې خپره کړې ښیي چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې کارکوونکي د جمعې د ورځې د سهار په لومړیو شیبو کې یې هغه له خپل کور نه له ځانه سره یووړ.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا د ٢٠١٦ کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د خپل انتخاباتي ټیم سره د روسیې هر ډول همکاري درلودل تکذیب کړي دي.

XS
SM
MD
LG