امریکا او ایران یو 'تفاهم' ته د رسېدو لپاره مذاکره کوي

د امریکا او ایران بیرغونه

د لویدیځ او ایران مقامات وايي چې متحده ایالتونه د یو لړ داسې ګامونو د اخیستو لپاره مذاکره کوي چې د ایران اتومي پروګرام محدود کړي، په ایران کې یو شمېر بندي امریکایان ازاد او د ایران ځینې ګنګل شوې شتمنۍ پرېښودل شي.

چارواکي وايي دا به د دواړو خواو ترمنځ یو 'تفاهم' وي نه توافق، ځکه چې په توافق کې د کانګرس نظر مهم دی چې اکثریت غړي یې ایران ته د امتیاز ورکولو مخالف دي.

واشنګنټن هیله لري ځينې محدودیتوته بېرته اعاده شي چې پرېنښودل شي ایران اتومي وسلې ترلاسه کړي. تهران وايي چې اتومي پروګرام یې سوله ایز دی.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د شوي تړون څخه ووت. هغه ویل چې دا تړون ستونزې لري او ایران ته یې ګټه زیاته ده. د جوبایډن حکومت هڅه کوي چې دا تړون بېرته احیا شي، خو تر دې دمه خبرو نتیجه ورکړې نه ده.

متحدو ایالتونو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې له ایران سره د تړون د لاسلیک کولو په هڅه کې دی. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې «واشنګټن غواړي ایران شخړې کمې کړې، خپل اتومي پروګرام محدود کړي، په سیمه کې د نیابتي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د اوکراین په جګړې کې د روسیې ننګه» ونکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي یو ایراني مقام، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، د دغه 'تفاهم' په اړه ویلي دي: «که موقته معامله یې بولئ او یا دوه اړخیز تفاهم، هر څه یې چې بولئ، دواړه خواوې د شخړې زیاتېدو د مخنیوي غوښتونکي دي.»

نوموړي ویلي اول ګام به د زندانیانو ازادېدل او د ایران د ګنګل شویو شتمنیو د یوې برخې پرېښودل وي.

یو بل ایراني مقام چې په راپور کې یې نوم اخیستل شوی نه دی ویلي دي چې نور ګامونه به د ایران د نفتو په صادراتو باندې د بندیزونو لېرې کول وي چې په مقابل کې به ایران د خپل اتومي پروګرام ۶۰ سلنه دروي او د نړیوال اتومي انرژۍ د سازمان سره تر پخوا ډېره همکاري وکړي.