د تایوان له تنګي څخه د امریکا د جنګي بېړۍ تېرېدو چین په غوصه کړی

د امریکا یوه جنګي بېړۍ د تایوان له تنګی څخه تېرېږي.

د متحدو ایالتونو د بحري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) د تایوان له تنګي څخه تېره شوې چې دې کار د چین غوصه پارولې ده.

د جنورۍ په ۲۳ نېته په تایوان کې له جمهوري ریاست او پارلماني انتخاباتو څخه وروسته، دا لومړی ځل دی چې د امریکا یوه جنګي بېړۍ له دغه تنګي څخه تېرېږي.

د متحدو ایالتونو پوځ وايي چې د "USS John Finn" جنګي بېړۍ یې له دغه تنګي څخه تېره شوې، وايي بېړۍ په داسې لاره تللې چې د هېڅ یو هېواد هم نه ده.

د امریکا بحري ځواکونو ویلي چې دا کار یې د بېړیو د تګ راتګ ازادۍ ته ژمنتیا په ګوته کوي او «د نړیوالې ټولنې هېڅ غړی باید ونه ګواښل شي او مجبور نه شي چې خپل حقونه او ازادي له پامه» وغورځوي.

د چین پوځ ویلي دي چې د متحدو ایالتونو دغه کار «څرګند نمایش» و او ځواکونو یې بېړۍ څارله او خبرداری یې ورکړی دی.

د چین پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د متحدو ایالتونو پوځ په وار وار «پاروونکي» کارونه کړي او د سیمې سوله او ثبات یې کمزوري کړي دي.

خو د تایوان د دفاع وزارت ویلي دي چې د امریکايي بېړۍ لاره یې څارلې ده او وضعیت عادي دی.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د کانګرس دوه غړي 'ماریو دیاز بالارت' او 'امي بیرا' تایوان ته تللي چې د هغه هېواد د انتخاباتو په اړه خپل ملاتړ څرګند کړي.

چین، چې د تایوان د مالکیت دعوه لري، په تېرو څلورو کلونو کې دغې جزیرې ته څېرمه په فضا کې پروازونه کړي او په اوبو کې یې کښتۍ چلولي دي. د تایوان د دفاع وزارت ویلي‌ دي چې د چین ۱۸ الوتکو د تایوان شاوخوا پروازونه او جنګي ګزمې کړي دي.