د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس یو پلاوی تایوان ته رسېدلی


د تایوان په ټاکنو کې منتخب ولسمشر لای ته د مبارکۍ ویلو په خاطر د ولسمشر جو بایډن ادارې تېره اونی یو پلاوی دغه ټاپو ته لیږلی و.
د تایوان په ټاکنو کې منتخب ولسمشر لای ته د مبارکۍ ویلو په خاطر د ولسمشر جو بایډن ادارې تېره اونی یو پلاوی دغه ټاپو ته لیږلی و.

د امریکا د کانګرس یو پلاوی چې د تایوان دپاره د کمیسیون مشران پکې شامل دي، د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغې څلورمې) د تایوان مرکز تایپي ته ورسېد ترڅو هلته له وروستیو حساسو ټاکنو وروسته له تایوان څخه د امریکا ملاتړ څرګند کړي.

دا په روانه میاشت کې د تایوان خودمختاره ټاپو ته چې چین یې د ملکیت ادعا کوي، د امریکايي مقاماتو دوهم سفر دی.

د دې ټاپو د ولسمشرۍ ټاکنې د دې میاشتې په پیل کې د "دموکراتیک پرمختګ ګوند" لای چینګ ټی وګټلې. چین نوموړی "بېلتون غوښتونکی" بللی او خبرداری یې ورکړی چې د هغه بریا به تایوان ته "جنګ او زوال" راولي.

د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې د کلیفورنیا دموکرات استازی امي بیرا او د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکی استازی ماریو ډیاز بالارت چې دواړه په ګډه د تایوان دپاره ددې جرګې د کمیسیون مشري کوي، د چهارشنبې په ورځ تایپي ته رسیدلي دي.

د بیرا دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د سفر موخه دا ده چې له تایوان څخه د متحده ایالاتو ملاتړ د دوی د بریالي دموکراتیکو ټاکنو وروسته بیا تائید کړي، د دموکراتیکو ارزښتونو په اړه د دوی ګډه ژمنتیا کې پیوستون څرګند کړي، او د متحده ایالاتو او تایوان ترمنځ د قوي اقتصادي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره فرصتونه ولټوي."

دموکراتيک تايوان خپل حکومت، پوځ او اسعار لري، خو چين یې خپله خاوره بولي او تر خپل واک لاندې راوستلو لپاره يې له زور څخه کار اخيستل نه دي رد کړي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د متحده ایالاتو له کانګرس څخه د وروستي سفر له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې دا د تایوان له ټاکنو وروسته د ټاپو او دموکراسۍ لپاره "د دوه اړخیز ملاتړ قوي پیغام وړاندې کوي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکايي استازي به، چې ټاکل شوې د جمعې تر ورځې په تایوان کې پاتې شي، له ولسمشر تای انګ وین، او نوي ټاکل شوي ولسمشر لای او همدارنګه د هغه له مرستیال هیسو بی خم سره وګوري او "د تایوان او متحده ایالاتو د اړیکو په مختلفو مهمو مسلو به نظرونه تبادله کړي."

چین په وروستیو کلونو کې پر تایوان باندې پوځي فشارونه زیات کړي او هره ورځ د ټاپو شاوخوا ته جنګي الوتکې او کښتۍ ځای پر ځای کوي.

د دوشنبې په ورځ، د تایپي د دفاع وزارت وویل چې دوی د اونۍ په پای کې د تایوان شاوخوا شپږ چینايي بالونونه موندلي، چې یو یې مستقیم د ټاپو په حریم کې الوتنه کوله.

د تایوان په ټاکنو کې د بریالیتوب وروسته منتخب ولسمشر لای ته د مبارکۍ ویلو په خاطر د ولسمشر جو بایډن ادارې تېره اونی یو پلاوی دغه ټاپو ته لیږلی و.

په داسې حال کې چې متحده ایالات په دپلوماټیک ډول تایوان په رسمیت نه پیژني، واشنګټن د دې ټاپو مهم ملګری او د وسلو تر ټولو ستر برابرونکی ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG