امریکايي چارواکي وايي، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکايي سرتېرو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دی.
یو امریکايي چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط تېره ورځ د یاد خبر په تائید سره اسوشېټیډ خبري اژانس ته ویلي، چې نوموړی د سوریې په ادلب ولایت کې د امریکايي سرتېرو لخوا په نښه شوی دی.
دغه چارواکي، ویلي، تائیدوي چې ابوبکر البغدادي په چاودنه کې وژل شوی دی، هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
Something very big has just happened!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) October 27, 2019
اسوشېټيډ خبري اژانس همدارنګه ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي:"همدا اوس ډېره لویه پېښه شوې ده." د سپینې ماڼۍ یوه ویاند هوګان ګیدلي بیا ویلي، چې ښاغلی ټرمپ به د یکشنبې په سهار پر ۹ بجې په دې اړه خپله خبرې وکړي.
له بلې خوا د ترکیې د دفاع وزارت په خپل ټویټر لیکلي چې د عملیاتو دمخه د انقرې او واشنگټن ترمنځ هم آهنگي موجوده وه او پدې هکله د دواړو هیوادونو د پوځي مقاماتو ترمنځ معلومات تبادله شوي دي.
Prior to the US Operation in Idlib Province of Syria last night, information exchange and coordination between the military authorities of both countries took place.#MSB #TSK
— T.C. Millî Savunma Bakanlığı (@tcsavunma) October 27, 2019
یو لوړپوړي ترکي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې: "...ابوبکر البغدادي له عملیاتو څخه ۴٨ ساعته مخکې دغه ځای ته راغلی و. مونږ د مربوطو اړخونو سره نژدې همکاري درلودله".
په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وایي پدغو عملیاتو کې هلیکوپترو د باریشا کلي بهر یو کور او یو موټر په نښه کړی او نهه کسه په کې وژل شوي دي.
یو شمیر امریکایي رسنیو د حکومتي منابعو له خولې رپوټ ورکړی چې ښایي البغدادي د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ځان په ځانمرگي واسکټ وژلی وي.
دا پداسې حال کې دي چې د عراق د استخباراتو یو مقام د رویترز اژانس سره په خبرو کې ادعا کړې چې د عراق استخباراتي ادارې د البغدادي د دقیق موقعیت په هکله امریکایي ځواکونو ته معلومات برابر کړي دي.
خپله داعش ډلې تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې دفاع وزارت هم ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ممکن په سوریه کې د مسکو په هوايي حملو کې وژل شوی وي، خو امریکایي چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویلي یې و چې د هغه د اوسېدو ځای نا معلوم دی.
ابوبکر البغدادي تر پنځو کلونو وروسته د روان ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کېپه یوه ویډیو پیغام کې راڅرګند شو.
د امریکا حکومت د نوموړي د ځای ځایګی د معلوماتو ورکولو په اړه ۲۵ میلیونه امریکايي ډالره جایزه اعلان کړې وه.