امریکا په لبنان کې د خپلو اتباعو څخه د وتلو غوښتنه کړې

یو شمیر کسان په بیروت کې د رفیق حریري په نړیوال هوایي ډګر کې د پرواز کولو په انتظار کې ناست دي.

د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر لویدیځو هیوادونو دوشنبه جولای ۲۹ ( زمري اتمه) له خپلو اتباعو غوښتي چې د لبنان څخه ووځي.

دا غوښتنه وروسته تر هغه وشوه چې په لبنان کې د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې، حزب الله او اسرائیل تر منځ شخړو زور واخیست.

متحده ایالات، جرمني، بریتانیه او فرانسه یو شمیر هیوادونه دي چې نه یوازې یې خپلو اتباعو ته لبنان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی بلکې له هغو اتباعو چې اوس په لبنان کې دي، په سمدستي توګه د وتلو غوښتنه ترې کړیده.

د لبنان په پایتخت بیروت کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د قونسلي چارو مرستیالې رینا بیتر په یوې ویډیو کې چې د اکس په شبکې کې خپره شوې، پدې هیواد کې له میشتو امریکایي اتباعو غوښتي چې د " عمل کولو لپاره دې د کړکیچ یو پلان جوړ کړي او وړاندې تر دې چې کړکیچ پیل شي، ودې اوځي".

میرمن بیتر پدې ویډیو کې همدارنګه له امریکایي اتباعو غوښتي چې د لبنان څخه د وتلو لپاره "تر ټولو غوره لار د روزمره ترانسپورت څخه کار اخیستل دي پداسې حال کې چې لا هم هلته د ترانسپورت او مخابراتو سمیه ایزې شبکې فعالې او په عادي توګه کار کوي".

د متحده ایالاتو دې چارواکي په ویډیو کې د لبنان څخه د امریکایي اتباعو د وتلو لپاره دلیل ندی په ډاګه کړی خو په بیروت کې چارواکي د اسرائیل یو احتمالي برید لپاره وروسته تر هغه د تیارۍ په حال کې شول چې د اسرائیل د ګولان په غونډیو کې د همدې تیرې شنبې په ورځ د توغندي په یو برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول.

اسرائیلي چارواکو د دې توغندي د وارولو ملامتي د لبنان په حزب الله ډلې اچولې چې ایران یې تر شا ولاړ دی خو بل پلو بیا د حزب الله ډلې پدې برید کې خپل لاس لرل رد کړیدي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په ګډون د دې هیواد جګپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې د حزب الله ډله به ددې برید له کبله لوړ قیمت ادا کړي او د یکشنبې په ورځ یې د حزب الله ځیني اهداف هم وویشتل.

د متحده ایالاتو تر څنګ جرمني هم په لبنان کې د خپلو اتباعو څخه غوښتي چې په سمدستي توګه ووځي او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې د هوا له لارې د تګ راتګ چارې ښایي ژر وځڼدول شي او که د اسرائیل – حزب الله تر منځ د شخړو زیاتیدو له کبله به د بیروت له نړیوال هوایي ډګر څخه د الوتکو پروازونه هم بند شي.

په لنبان کې د امنیتي وضعیت خرابوالي له کبله د جرمني لوفتانزا، د سویس نړیوال هوايي شرکت، ایر فرانس او د ترکیې ټرکش ایر لاین د بیروت نړیوال هوایي ډګر څخه الوتنې ځنډولي دي.

دا خبرداري داسې مهال ورکول کیږي چې د لبنان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عبدالله بو حبیب د امریکا سي ان ان تلویزیون سره په تازه مرکې کې وویل چې د لبنان حکومت د حزب الله وسله والې ډلې د مهار کولو لپاره ډیر لږ وس لري خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د خبرو اترو لپاره لارې چارې لا هم خلاصې دي.

هغه د حزب الله ډلې د کنټرول لپاره د لبنان د حکومت دریځ په هکله وویل، " زمونږ لپاره تل د بد او ډیر بد تر منځ انتخاب و. زه فکر نشم کولی چې وبه یې کړی شو خو مونږ تل ورسره خبرې اترې کوو. صدراعظم او د پارلمان رئیس ورسره خبرې کوي. ډیر مذاکرات روان دي. هغوي (بریدونه) نه بندوي ځکه چې د هغه څه د ملاتړ لپاره یې روان کړي چې په غزې کې روان دي".

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پیل راهیسې د لبنان حزب الله ډلې تقریباً هره ورځ د اسرائیل په سرحدي سیمو بریدونه کړي.