امریکا کې د انتخاباتو ګټونکی لا معلوم ندی؛ د رایو شمیرنه روانه ده 

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی په یو شمیر ایالتونو کې چې ډیره نژدې سیالي په کې روانه وه د پستي له لارې د کارول شویو رایو او د مخکې له مخکې اچول شویو رایو د شمیرلو د پړاو د نه بشپړیدو په وجه د چهارشنبې د ورځې تر غرمې پورې ندی څرګند شوی.

د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کروناویروس د وبا خپریدل ددې سبب شو چې زیات شمیر خلک مخکې له مخکې او یا هم د پست له لارې خپلې رای ورکړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د هغه دموکرات سیال جو بایډن دواړه په هغو ایالتونو کې چې تمه وه اکثریت رای وګټي، ګټونکي اعلان شوي دي.

خو په څو ایالتونو کې شمالي کارولینا، جورجیا، پنسلوانیا، میشیگن، وسکانسن او اریزونا کې تر اوسه د سه شنبې د ورځې د انتخاباتو او همداشان د مخکې له مخکې رایو شمیره نده بشپړه شوی.

د نتیجو د نه څرګندتیا سره سره جمهور رئیس ټرمپ د چهارشنبې په لومړیو کې په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې هغه د انتخاباتو ګټونکی دی او وویل چې سترې محکمې ته مراجعه کوي چې د رایو د شمیرنې مخه ونیول شي.

ښاغلي ټرمپ ادعا وکړه چې: "دا زمونږ د ملت په وړاندې یوه لویه درغلي ده او تر هغه چې پر ما پورې اړه لري زه دمخه ګټونکی شوی یم."

د ښاغلي بایدن انتخاباتي ټیم د رایو د شمیرنې د درولو په اړه د جمهور رئیس څرګندونې "له شرمه ډکې" وګڼلې او هغه یې د هغو امریکایانو د دموکراتیکو حقونو سلبول وګڼل چې د انتخاباتو له ورځې څخه یې دمخه رای ورکړي دي.

امریکا ۳۲۸ میلیون نفوس لري، ددې هیواد خلکو د سه شنبې په ورځ د دوو پوخ عمره کاندیدانو څخه چې دواړه له اویا کالو څخه اوچت عمر لري یو بې د جمهور رئیس په توګه انتخابوي. بایدن که جمهور رئیس شي د لوړې تر مراسمو پورې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰ دي ۷۸ کلن کیږي. پداسې حال کې چې ښاغلی ټرمپ ۷۴ کلن دی.

د جمهور رئیس د ټاکلو سربیره د سه شنبې د ورځې په انتخاباتو کې امریکایانو د کانګرس د استازو د مجلس ۴۳۵ غړي او د سنا د ۱۰۰ څوکیو د جملې نه ۳۵ څوکیو ته هم رایه ورکړې ده.