د لاس رسي وړ اتصالات

تر انتخاباتو دوې ورځې مخکې ټرمپ او بایډن په څه بوخت دي؟ 


د امریکا انتخابات د سه شنبې په ورځ دي
د امریکا انتخابات د سه شنبې په ورځ دي

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم۱۳) دي.

دوو مخکښو کاندیدانو ولسمشر ټرمپ او جوبایډن په هغو ایالتونو کې انتخاباتي کمپاینونو ته زور ورکړی دی چې دواړه په کې د ګټلو چانس لري او یا هم په تېرو ټاکنو کې کله د دموګرات او کله هم د جمهوري غوښتونکو ګاندیدانو ګټلي دي. دا ډول ایالتونو ته «سوېنګ/بټل ګراونډ» وايي.

ولسمشر ټرمپ به د مېشېګن، ایوا، شمالي کارولینا، جورجیا او فلورېډا په ایالتونو کې انتخاباتي غونډې وکړې.

دموګرات کاندید جوبایډن به د پنسلوانیا په فېلادېلفیا کې په انتخاباتي غونډو کې ویناوې وکړې. تېره ورځ ولسمشر ټرمپ په پنسلوانیا او ښاغلي بایډن په مېشېګن کې انتخاباتي غونډې وکړې.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ کې په پنسلوانیا کې انتخابات ګټلي وو خو نظر پوښتنې ښيي چې په را روانو انتخاباتو کې د هغه دموکرات سیال جوبایډن څه نا څه مخکې دی.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په «نیوټاون» کې په یوې غونډې کې د امریکا د متحدو ایالتونو په سترې محکمې باندې انتقاد وکړ چې ولې ‌ د پنسلوانیا په ایالت کې د غیر حضوري رایو په اړه یې د جمهوري غوښتونکو ګوند هڅه رد کړه. جمهوري‌غوښتونکي نغواړي چې په پنسلوانیا کې دغیابي ورکول شویو رایو د ترلاسه کولو لپاره ورکړل شوی مهلت درې ورځې نور وغځول شي.

اخوا د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما له جوبایډن سره د مېشېګن په فلېنټ او ډېټرویټ کې ګډ انتخاباتي‌کمپاین وکړ. دا اول ځل و چې ښاغلي اوباما له بایډن سره په ګډې انتخاباتي غونډې کې څرګندېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د انتخاباتو د پروژې د معلوماتو په اساس څه باندې ۹۲ میلیون خلکو د ټاکنو تر ورځې مخکې رایه ورکړې ده چې دا د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې د ټولو رایو څه باندې ۵۰فیصده کیږي.

د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې ۱۳۸.۸ میلیون خلکو رایه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG