متحدو ایالتونو له اوکراین سره د پوځي مرستو وروستۍ جوپه اعلان کړه

عکس- ارشیف

د ولسمشر جوبایډن ادارې د چهارشنبې په ورځ، ډسمبر ۲۷ (مرغومی شپږمه) اوکراین ته د منظور شوي پوځي مرستو وروستۍ جوپه اعلان کړه، خو په ورته وخت کې یې وویل چې نورې مرستې د کانګرس سره موافقې پورې اړه لري.

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې وویل چې "د کال په وروستۍ جوپې (بستې) کې" د دافع هوا او توپچي مهمات شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې کانګرس؛ چیرې چې جمهوري غوښتونکي د اوکراین څخه د ملاتړ په برخه کې د نظر اختلاف لري، باید د اوکراین سره د نویو مرستو د تصویب لپاره "له ځنډ پرته" اقدام وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تیره اوونۍ په یو خبري ناستې کې وویل: "کله چې دا (پوځي مرستې) خلاصې شي.... موږ به یې د بیرته پوره کولو اختیار نلرو او له کانګرس به وغواړو چې پرته له ځنډه عمل وکړي".

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړ که کانګرس ژر لاس په کار نشي د دې کال تر پایه به اوکراین ته د مرستو رسولو سرچینې وچې شي.

د ولسمشر بایډن ادارې چارواکو همداشان ویلي، که چیري اوکراین ته د امریکا مرستې برابر نشي، کیف به ونه شي کړای هغه سیمې بیرته ونیسي چې روسیې د ۲۰۲۲ کال له فبروري راهیسې لاندې کړي دي.

د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو د همدې روانې ډسمبر میاشتې په شپږمې نیټې د جمهور رئیس بایډن د حکومت ۱۰۶ ملیارده ډالرو غوښتنه رد کړله چې د اوکراین او اسرائیل سره مرستې هم پکې شاملي دي.

جمهوریت غوښتونکي وايي چې د لایحې په اړه د دوی منفي رایې د متحدو ایالتونو په جنوبي سرحد کې د مهاجرت د کنترول او په دې اړه د لا سختې تګلارې د پلې کولو لپاره اړینې وې.

دوی ټینګار کوي چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ د پولې د امنیت ټېنګښت باید د اوکراین او اسرائيل لپاره د مرستې د بستې برخه وي.

د ۲۵۰‌میلیونه ډالره په ارزښت د پوځي مرستو په وروستۍ جوپه کې د هوايي‌ مدافعې سیسټم مهمات او پرزې د ۱۵۵ او ۱۰۵ ملي متري توپونو ګولۍ، د زغره والو نقلیه واسطو ضد مهمات او له ۱۵ میلیونو څخه زیات بېلابېل مهمات او مرمۍ شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "اړینه ده چې کانګرس ژر تر ژره لاس په کار شي او زموږ د ملي امنیت ګټو ته په کتو، له اوکراین سره مرسته وکړي چې له ځانه دفاع وکړي او خپل راتلونکي خوندي کړي."

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس اندري یرماک د دې مرستې هرکلی کړی او په خپل ایکسپاڼه کې یې لیکلي: "ستاسو له مرستې څخه مننه کوو.‌ موږ به بریالي کیږو."