د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت ویلي چې په سمدستي توګه د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول او د دې هیواد سره امنیتي مرستې بیرته پيلوي.
د امریکا حکومت سه شنبه مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو د سعودي عربستان د جدې په ښار کې وکتل او اوکراین د روسیې سره د اوربند په هکله خپله طرحه وړاندې کړله.
په اوکراین باندې دا مرستې د تیرې فبروري میاشتې په ۲۸ مې وروسته تر هغه بندې شوې چې په سپینې ماڼۍ کې د ښاغلي ټرمپ او ښاغلي زیلینسکي ملاقات په لفظي شخړې واوښت او د اوکراین مشر پرته لدې چې په ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخلي، له سپینې ماڼۍ ووت.
جمهور رئیس ټرمپ د روانې مارچ میاشتې په پنځمې نیټې د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول هم وځنډول او ښایي دا کار یې پدې خاطر کړی و چې جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي باندې فشار راوړي چې د روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته حاضر کاندي.
د سعودي د جدې په ښار کې د اوکراین او امریکا د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د څه باندې ۸ ساعتونو ملاقات څخه وروسته کیف د "سمدستي موقتي اوربند" لپاره د متحده ایالاتو وړاندیز منلی چې له مخې به یې د ۳۰ ورځو لپاره د اوکراین او روسیې جګړه پدې شرط بنده شي چې کرملین یې ومني.
روسیې لا د اوکراین او متحده ایالاتو د اوربند په وړاندیز تبصره نده کړې خو د بهرنیو چارو وزارت یې یوازې دومره ویلي چې د امریکایي چارواکو سره مذاکرات ښایي په همدې روانې اوونۍ کې پیل شي.
د اکراین سره په خبرو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د امریکايي پلاوي مشري کوي. د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د روسیې د یرغل راهیسې پیل شوې ده.
د اوکراین په استازیتوب بیا ددې هیواد د جمهور رئیس د دفتر رئیس، اندرې یرماک، د بهرنیو چارو وزیر اندري سایبیها ، د دفاع وزیر رستم عمروف او نظامي قوماندان پاولو پالیسا کوي.
ښاغلي روبیو د ملاقات څخه وروسته پرته لدې چې جزیات ورکړي، وویل چې اوکراین د روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره کوټلی ګام اخیستی.
روبیو زیاته کړه، " اوس مو هیله ده چې دا وړاندیز روسیې ته وړاندې کړو او هیله لرو چې هغوي به هو ووایي. هغوي به سولې ته هو ووایي". ښاغلي روبیو همدارنګه وول چې د اوکراین تر وړاندیز وروسته د بل ګام لپاره پریکړه د روسیې په لاس کې ده.
دا مطلب هم ولولئ د اوکراین صدراعظم: چمتو یو له امریکا سره په هر وخت کې د منرالونو تړون وکړولا معلومه نده چې اوکراین به د اوربند په بدل کې روسیې ته د خپلې څومره خاورې تیر شي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي که چیرې په شخړې کې دواړه خواوې یو بل ته امتیاز ورنکړي، اوربند نشي کیدلی.
ښاغلي روبیو زیاته کړه، "روسیه ټول اوکراین نشي قبضه کولی او ښکاره خبر ده چې دا به د اوکراین لپاره ډیره سخته وي چې په یو معقولې مودې کې روسیه مجبوره کړي بیرته هغه ځای ته ولاړه شي چې په ۲۰۱۴ کال کې و".
د ښاغلي روبیو اشاره د اوکراین کرایمیا سیمې ته وه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې ونیوله.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار مایک والټز د غونډې څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې د دواړو هیوادونو چارواکو پدې جزیاتو وغږیدل چې څرنګه د اکراین جګړه د تل لپاره پای ته ورسیږي او دا چې اوکراین د راتلونکې لپاره د څه ډول امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي.
تر غونډې وړاندې د اوکراین د جمهور رئیس د دفتر رئیس ښاغلي یرناک وویل چې هیواد یې د سولې تر لاسه کولو لپاره د هر څه کولو لپاره چمتو دی.
ښاغلي یرناک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اوکراین غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې پدې هیواد باندې به د روسیې یرغل هیڅکله تکرار نشي.