د لاس رسي وړ اتصالات

له اوکراین سره مذاکرات؛ روبیو سعودي عربستان ته ورسېد


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره نن دوشنبه مارچ لسمه (کب۲۰) د سعودي عربستان د جدي ښار ته ورسېده، ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په ختمولو ټېنګار کوي.

مارکو روبیو جدي ته د سفر په مهال خبریالانو ته وویل: «زه د هغه څه په اړه چې هغوی (اوکراین) یې وايي او یا ورته اړتیا لري، هېڅ شرایط نه ټاکم. زه فکر کوم، موږ به د هغوی خبرې واورو چې د مخکې تللو لپاره څومره نیت لري، بیا به یې د روسیې له غوښتنو سره پرتله کړو او وبه وینو چې ترمنځ مو څومره حقیقي فاصله شته.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې روبیو به په دغه سفر کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان ال سعود سره هم ویني او په سیمې کې به د مشترکو کټو او د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان د اړیکو د قوي کېدو په اړه بحث وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو چارو وزیر روبیو د جمعې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر اندري سیبیها سره په تیلیفوني خبرو کې «د جګړې د ختمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ هوډ څرګند کړ او ټېنګار یې وکړ چې ټول اړخونه باید د دوامدارې سولې لپاره ګامونه واخلي».

د دوشنبې په ورځ به د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به هم له محمد بن سلمان سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي او بیا به د زیلینسکي د دفتر د مشر اندري یرماک په مشرۍ د اوکراین دپلوماتیک او پوځي پلاوی له امریکایي لوري سره خبرې وکړي. د اوکراین په پلاوي کې د دغه هېواد د دفاع وزیر او د پوځ مشر هم شامل دي.

له مارک روبیو سره به په دغو خبرو کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا سلاکار او منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی ویتکوف هم مله وي. ویتکوف خبریالانو ته ویلي دي چې «هدف دا دی چې د سولې د تړون او ابتدايي اوربند لپاره یو چوکاټ برابر» شي.

شاوخوا درې اونۍ مخکې امریکايي مقاماتو په ریاض کې له روسیې مقاماتو سره ولیدل. اوکراین وايي له متحدو ایالتونو سره رغوونکو خبرو ته «پوره متعهد» دی او هیله لري، «په ضروري پرېکړو او اقداماتو بحث او موافقه» وشي.

تېره ورځ د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې له اولې ورځې څخه د سولې غوښتونکی دی او مهمه ده «چې چټک او اغیزناک حرکت» وشي.

په سعودي عربستان کې له ملاقاتونو وروسته به د امرکیا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د کاناډا شارلوا ته سفر کوي چې د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزرانو په غونډې کې ګډون وکړي. دا غونډه د مارچ د ۱۲ او۱۴ ترمنځ ده.

تېره میاشت کې په مونشن کې د امنیتي کنفرانس څخه وروسته، د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په اوکراین کې د «دوامدارې سولې» د راوستو لپاره په خپلو ژمنو ټېنګار وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG