بلینکن په بیجینګ کې له چینايي سیالانو سره خبرې پیل کړې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر شین ګنګ سره د روغبړ پر مهال

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) په بیجینګ کې له چینایي چارواکو سره دوه ورځنۍ غونډې پیل کړې. ښاغلی بلینکن هیله لري چې دا خبرې د چین سره د "پرانیستي او قوي" ارتباط په رامینځته کولو کې مرسته وکړي.

بلینکن نن د یکشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو له وزیر شین ګانګ سره په لیدنه چین ته خپل دوه ورځنی سفر پیل کړ او ټاکل شوې چې وروسته د چینایي سیالانو سره په یوه کاري میلمستیا کې ګډون وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر به د دوشنبې په ورځ، د بیجینګ له لوړ پوړي ډیپلومات، وانګ یی، او ښایي د ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري.

ښاغلي بلینکن چین ته د سفر دمخه د جمعې په مازیګر یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د امریکا متحده ایالات به په ډیر څرګند ډول د "ډیرو واقعي اندیښنو" په ګډون خپلو چیني سیالانو سره په مختلفو موضوعاتو خبرې وکړي.

بلینکن وویل، چې د امریکا متحده ایالات غواړي، چې دا ډاډ ترلاسه کړي" کومه سیالي، چې مونږ د چین سره لرو هغه د مخامخ جګړی په لورې لاړه نشي".

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل دغه سفر په ترڅ کې نیت لري، چې د خپل چیني سیال او ممکن د چین د جمهور رئیس سره لیده کاته وکړي.

د چین او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیکي سیالۍ او جګړې د مخنیوي لپاره د اړیکو د موثرو چینلونو رامنځ ته کول ددغه سفر اصلي هدف ښودل شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې چین ته تللی، چې د تایوان په سر د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا او د امریکا په فضا کې د چیني جاسوسي بالونونو پیښه د چین او امریکا په اړیکو سیوری اچولی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف وړ مسلو په اړه د پام وړ بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره چندانی تمه نشته دی.

په عین حال کې نړۍ هم چین ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر سفر له نږدې څاري، ځکه ددغو دوو سترو قوتونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا کولی شي په نړیواله کچه په مالي بازار، سوداګرۍ او د تدارکاتو په برخه کې په ځنځیري فعالیتونو اغیز ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د جمعې په ورځ وویل، چې د امریکا متحده ایالات چین خپل "اصلي سیال" او " تر ټولو مهم جیوپولیټکي ګواښ" ګڼي، چې د هغه په وینا دا ډول قضاوت یو ناسم ستراتیژیک قضاوت دی.

وانګ وویل د امریکا متحده ایالات، چې چین سره کومه سیالي لري "مسوولانه سیالي نه ده، بلکې یوه غیر مسوولانه زورګویي ده. دا یوازې دواړه هیوادونه یو بل سره مخامخ کیدو ته سوق کوي او یوه ویشلې نړۍ رامنځ ته کوي".

بلینکن د امریکا د متحده ایالاتو لومړنی د بهرنیو چارو وزیر دی، چې د ۲۰۱۸ کال وروسته بیجینګ ته سفر کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړو چارواکو ویلي، چې سیمه ییز امنیت، نشه يي توکو سره مبارزه، اقلیم بدلون، نړیوال اقتصادي ثبات او په چین کې په غیر قانوني ډول نیول شوي امریکايي اتباعو اړوند مسایل د بلینکن د سفر په اجندا کې شامل موضوعات دي.

ټاکل شوې وه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فبرورۍ په میاشت کې بیجینګ ته سفر کړی وی، خو د امریکا د متحده ایالاتو په فضا کې د چین د یو جاسوسي بالون پیښه ددې سبب شوه، چې بلینکن بیجینګ ته خپل سفر لغوه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جوبایدن او د هغه چیني سیال شي جینپینګ د تیر کال د نومبر په میاشت کې د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې په یوه کتنه کې په دې موافقه کړې وه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا له کنټرول څخه بهر نه شي.

بیجینګ ته د بلینکن لیږل هم د دواړو جمهور رئیسانو ترمنځ د موافقې یوه برخه وه.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې د څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي ډول نفوذ په اړوند مسلو د اختلاف له امله ترینګلې دي.

تایوان ته د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د پخوانې مشرې میرمن ناسي پلوسي سفر د چین غصه راوپاروله، بیجینګ د اقلیم د بدلون په ګډون په یو لړ مسلو امریکايي چارواکو سره خبرې وځنډولې.