د متحدو ایالتونو سنا د سي آی اې مشرۍ ته د ټرمپ نوماند تائید کړ

د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغه څلورم) جان رکلیف د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) د مشر په توګه تائید کړ او په دې سره د ولسمشر ټرمپ په امنیتي ټیم کې یوه کلیدي څوکۍ ډکه شوه.

د سنا ۷۴ غړیو د هغه په تائیدۍ او ۲۵ نورو یې په مخالفت کې رایې ورکړې او په لوی اکثریت سره ومنل شو. رکلیف د ټرمپ په لومړي دور کې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کالونو ترمنځ د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو د څانګې مشر و.

نوموړي تېره اونۍ د خپلې تائیدۍ په غونډې کې وویل چې د هغه تر مشرۍ لاندې اداره به بصیرت او هدف لرونکي تحلیلونه تولیدوي او «هېڅکله به اجازه ورنه کړو چې سیاسي‌ او یا فردي تعصبات زموږ په قضاوت» سیوری وغوړوي.

رکلیف په خپلو خبرو کې همدغه راز چین ته اشاره وکړه او ویې ویل چې سي آی اې باید «د چین او د هغه د واکمن کمیونست ګوند له لوري‌ په متوجه تهدیدنونو باندې تمرکز روان وساتي او زیات یې» کړي.

هغه د دې خبرې په ارزښت ټېنګار وکړ چې سي آی اې باید په تکنالوژۍ باندې تمرکز ولري او په دې برخې کې د دښمنانو د وړتیاو پېژندل «تر بل هر وخت اوس ډېر مهم» دي.

رکلیف مخکې د فدرال څارنوال و او د ۲۰۲۵ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۰ پورې په کانګرس کې د تکزاس ایالت استازی و- ده په دغې مودې کې د ټرمپ د استیضاح په مهال له هغه سره مرسته وکړه. ډونالډ ټرمپ بیا رکلیف د ملي استخباراتو، چې د ټولو استخباراتي څانګو مشري کوي، مشر او په دې برخې کې خپل مهم سلاکار وټاکه.

جان رکلیف په ۱۹۶۵ کال کې د امریکا د شیکاګو په ښار کې زېږېدلی دی. هغه د مدافع وکیل، پوهنتون د استاد، څارنوال او ښاروال په توګه دندې ترسره کړې دي. هغه په ۲۰۲۰ کې تر خپلې استعفا مخکې یو ځل بیا د تکزاس ایالت د خلکو استازی ټاکل شوی و.