د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې رئیس وټاکه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ محافظه کاره فعال او لیکوال برنټ بوزل د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې د مشر په توګه وټاکه.

د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو اداره د امریکا د فدرالي حکومت یوه اداره ده چې امریکاغږ یې یوه برخه ده.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغې ۳) په خپله ټولنیزه شبکه ټروټ سوشیال کې لیکلي: "د ۳۸ کلونو لپاره د رسنیو د څېړنو د مرکز د بنسټ ایښودونکي او مشر په توګه، ډېر لږ کسان شته چې له برنټ څخه زیات د چاپي مطبوعاتو، ټلویزیون او آنلاین په هکله په د رسنیو په نړیوال لرلید باندې اګاه وي."

برنټ بوزل په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یو بیان په خپرولو سره ویلي، هغه ویاړي چې د ټرمپ لخوا د دې دندې لپاره غوره شوی دی.

بوزل لیکلي: "د ډیر کار ترسره کولو ته اړتیا ده. زه د تائید کیدو د استماعیه غونډې دمخه د امریکایي سناتورانو سره لیدو ته سترګې په لاره یم ترڅو وڅیړم چې څنګه ډاډ ترلاسه کړم چې د ولسمشر لومړیتوبونه په غوره توګه پلي شي."

د امریکا غږ سربیره، د منځني ختیځ نشراتي شبکې، د آزادې اروپا راډیو/راډیو لیبرټي، د آزادې آسیا راډیو او د کیوبا نشراتي دفتر د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې تر چتر لاندې فعالیت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG