د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: د امریکا بهرنۍ تګلاره پر اساسي ملي ګټو تمرکز کوي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ، جنوري ۲۲ (سلواغې دریمه)، وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت ډیپلوماسي پر اساسي ملي ګټو تمرکز کوي.

روبیو د ټرمپ د کابینې لومړنی غړی دی چې د سنا تائید یې ترلاسه کړی دی. هغه د خپلو موخو په اړه په یو بیان کې ویلي چې د امریکا ټول لګښتونه او بهرنۍ چارې "باید درې پوښتنو ته د ځواب په ویلو توجیه شي: ایا دا کار امریکا لا مسئونه کوي؟ ایا دا امریکا نوره ځواکمنه کوي؟ ایا دا امریکا نوره سوکاله کوي؟"

هغه وویل چې "د ملي ګټو د تامینولو لپاره به موږ د بهرنیو چارو وزارت ډیر نوښتګر، چټک او متمرکز کړو. دا به د ځینو لومړیتوبونو ځای په ځای کولو، ځینو مسئلو ته د زیات پام کولو او د ځینو کړنو له منځه وړلو ته اړتیا ولري."

روبیو د ټرمپ هغه ژمنه بیا تکرار کړه چې وايي امریکا ته د ګڼ شمېر هغو کډوالو د ننوتلو مخنیوی کوي چې د مهاجرت قانوني اسناد نلري.

روبیو وویل: " د بهرنیو چارو وزارت به نور داسې فعالیتونه ترسره نکړي چې ډله ایز مهاجرت هڅوي او یا ورته اسانتیا برابروي. له نورو هېوادونو سره په ځانګړي ډول په لویدیځې نیمې کرې کې زموږ ډیپلوماتیکې اړیکې د امریکا د سرحدونو خوندیتوب، د غیرقانوني او بې ثباته کوونکي مهاجرت مخنیوی او د ناقانونه کډوالو [خپلو هېوادونو ته] د ستنولو په اړه خبرو ته د اولیت حق ورکوي."

روبیو وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ د لوړې د ورځې فرمانونو ته په پام سره، کار ته د خلکو په ګمارلو کې د تنوع، مساوات او شمولیت په پام کې نیولو چاره پای ته رسوي. هغه وویل: " دا امر به په وفادارۍ سره اجرا کیږي او په لیکلي او عملي دواړو جنبو کې به ورته پام کیږي. موږ باید ښې کارکردګۍ او وړتیا ته ارزښت ورکړو."

هغه وویل چې بهرنۍ چارې "باید د ډیپلوماسۍ اساسي ستنې شي او پکار ده چې موږ پر هغو سیاسي او کلتوري لاملونو توجه ونکړو چې په کور دننه د نفاق سبب کیږي او په بهر کې هم چندان ملاتړ نلري. په دې توګه به موږ وتوانیږو چې د نورو هیوادونو په همکارۍ د خپلو اساسي ملي ګټو د پرمختګ لپاره عملي بهرنۍ تګلاره پلې کړو."

روبیو همدارنګه ټینګار وکړ چې متحده ایالات "باید د سانسور او فشار" مخنیوی وکړي او "واقعیتونو ته لومړیتوب" ورکړي، "دا اساسي واقعیت چې امریکا یو ستر او عادل هېواد دی، خلک یې سخاوتمند دي او مشران یې اوس د امریکایانو اصلي ګټو ته لومړیتوب ورکوي، په داسې حال کې چې د نورو ملتونو حقونو او ګټو ته هم درناوی کوي."

د ټرمپ د هغه خبرداري په اړه چې امریکا به د پاریس د اقلیم له تړون څخه وباسي، روبیو وویل چې "د ډیپلوماسۍ په کارولو سره به له ولسمشر ټرمپ سره مرسته وکړي چې د انرژۍ په برخه کې د امریکا د حاکمیت پلې کولو خپله ژمنه عملي کړي."

د بهرنیو چارو وزیر وویل، " د نن ورځې د نویو لویو ځواکونو د سیالۍ په ترڅ کې به زه زموږ ډیپلوماټیکې ادارې پیاوړې کړم ترڅو زموږ ماموریتونه داسې پر مخ یوسي چې ورسره امریکا نوره خوندي، پیاوړې او سوکاله شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG