د امریکا ستره محکمه د ټرمپ د مالي حسابونو په اړه پریکړه کوي

ټاکل شویده د امریکا ستره محکمه په ۲۰۲۰ کال کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د حد اقل دریو مالي قضیو په اړه پریکړه وکړي.

په دې قضیو کې د ډانلډ ټرمپ مالي سوابقو ته د دیموکراتو قانون جوړونکو لاسرسی، د مالياتو د ورکړې څرنګوالی او د ډانلډ ټرمپ له شخصي تجارتونو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی شامل دي.

په دوه زره و نولسم کال کې دیموکراتو قانون جوړونکو په وار وار د ټرمپ مالي سوابقو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.

که څه هم یو شمیر محاکمو کانګرس ته د اسنادو د سپارلو حکم وکړ خو سپینې ماڼۍ ددې پریکړو په وړاندې د تمیز غوښتنه وکړه.

د امریکا ستره محکمه به په دې اړه د دوه زره و شلم میلادي کال په مارچ میاشت کې پریکړه وکړي.

د جمهور رئیس مالي سوابقو ته لاسرسی هغه موضوع ده چې دیموکراتان یې د امریکا په ټاکنو کې د بهرنۍ مداخلې په اړه هم غواړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ټرمپ مالي حسابونه