امریکا چین ته : له روسیې څخه ملاتړ د بیجینګ او واشنګټن روابط پیچلي کوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) له خپل چینایي سیال سره په ملاقات کې وویل له روسیې څخه د چین ملاتړ د بیجینګ او واشنګټن اړیکي پیچلې کوي.

د اکټوبر میاشتې راهیسې د لومړیو مخامخ پنځه ساعته خبرو وروسته ښاغلي بلینکن وویل، هغه له ښاغلي وانګ یي سره په ملاقات کې په اوکراین کې د روسیې په اړه د چین په موقف ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د بیجینګ پر هغې ادعا یې باور ونکړ چې وایي په یاده جګړه کې بې طرفه دی.

دغه خبرې د واشنګټن او بیجینګ په اړیکو کې د وروستیو پراخو تاوتریخوالو د مخنیوي او یا هم حد اقل مدیریت په منظور ترتیب شوي وې.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د اندونیزیا په بالي کې له دې ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل:" موږ له روسیې سره د چین د اړیکو په څرنګوالي اندیښمن یو."

هغه زیاته کړه دا ډیره ستونزمنه ده په یوه جګړه کې چې هلته یو ښکاره یرغلګر شته "بیطرفه" واوسئ خو دې کار امکان درلود:" زه فکر نه کوم په هغه شکل چې چین رفتار کوي، هغه بې طرفه واوسي."

د جمهور رئیس بایډن حکومت توقع درلوده چې چین به په خپلو کورنیو چارو کې د مداخلې سره د مخالفت د همیشني موقف په څیر د روسیې او اوکراین په اړه هم ورته موقف غوره کړي.

خو یاد هیواد داسې ونکړل او هغه څه چې امریکایي چارواکي یې ګوري داسې یو موقف دی چې د نړیوال قوانین پر اساس رامنځ ته شوی نظم خرابوي.

بلینکن وویل که دا نظم خراب شي د چین په ګډون هر هیواد به زیان وویني.

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د جي شل د جګپوړو دیپلوماتانو له غونډې یوه ورځ وروسته سره ولیدل.

د جی شل یا شلو شتمنو او مخ پر ودو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسیدو او د خوړو او انرژۍ پر امنیت ددې جګړې د تاتیراتو د مخنیوي په اړه له یو مشترک توافق پرته پای ته ورسیدله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د هغه په باور روسیه د جی شل له غونډې څخه منزوي او یوازې وتلې ځکه اکثریت ګډونوالو د اوکراین له جګړې سره مخالفت څرګند کړ.

د چین سره د روابطو په اړه ښاغلي بلینکن وویل چې له وانګ یي سره یې د تعرفو او تجارت، بشري حقونو، تایوان او د چین په جنوبي سیند کې د لانجو په اړه خبري اتري وکړې خو دا ټول مسایل د اوکراین په اړه د چین د موقف له امله پیچلي شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هم دغو خبرو ته له ورتګ مخکې وویل دا ضروري ده چې دواړه هیوادونه خپل نورمال مذاکرات وساتي او یوځای کار وکړي څو ډاډ رامنځ‌ ته کړکي چې روابط په سم مسیر باندې روان دي.