د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیر راس ویلسن په افغانستان کې د ترور او هدفي وژنو د بندولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي ویلسن نن یکشنبه جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۸) په کابل کې په یو وسله وال برید کې د سترې محکمې د دوو ښځینه قاضیانو له وژلو وروسته دا خبره کړې ده.
نوموړي په خپل ټویټر کې د دغو قاضیانو وژل غندلي دي او په دې اړه یې د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.
که څه هم د دغه برید مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی خو ښاغلي ویلسن په غیر مستقیم ډول طالبان ګرم بللي دي.
هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: « طالبان باید پوه شي دا ډول کړنې چې مسولیت لري، نړیوال پاروي او که په افغانستان کې سوله راځي باید (دا ډول کړنې) ودرول شي.»
(1/2) The United States condemns today%27s assassinations of female supreme court judges and calls for a prompt investigation. My condolences to the families of the victims and wishes for a speedy recovery to those injured.
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) January 17, 2021
ښاغلي ویلسن داسې مهال په افغانستان کې د هدفي وژنو په اړه خواشینې ښودلې ده چې څو ورځې مخکې په ننګرهار کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل هغه کسان یې نیولي دي چې د ښاغلي ویلسن د وژلو پلان یې لره.
د ملي امنیت په اعلامیه کې ویل شوي وو چې دا کسان د داعش ډلې د هدفي بریدونو د حلقې غړي دي.
تر ښاغلي ویلسن مخکې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت په خپل ټویټر کې د افغان خبریالانو، مدني ټولنې د فعالانو او حکومتي مامورانو هدفي وژنې د طالبانو کمپاین او کار بللی او لیکلي یې وو چې باید د سولې بهیر کامیابېدو لپاره د طالبانو دا «کمپاین» ودرول شي.
خو طالبانو دا تورونه رد کړل.
په کابل کې د سترې محکمې د قاضیانو ترور د پیل شویو هدفي وژنو تر ټولو تازه او وروستۍ پېښه ده.
تر دې مخکې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خبریالان، مدني فعالان او د ځینو ملکي او نادولتيادارو کارکوونکي په دا ډول بریدونو کې وژل شوي او مسولیت یې چا نه دی منلی.