د اوزبیکستان د ولسمشر بې سیاله ګوند 'پارلماني ټاکنې ګټلې'

په اوزبیکستان کې پارلماني ټاکنې

په اوزبیکستان کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم اووم) د پارلماني ټاکنو ابتدايي پایلې ښکاره کوي چې د ولسمشر شوکت میرضایف ته ژمن ګوند ګټلې دي.

د اوزبیکستان د ټاکنو کمېسیون وايي چې د میرضایف «لیبرال دیموکرات ګوند» د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو څخه ۶۴ ګټلې او ویل کېږي، چې ۷۴.۷۲ فیصده رایه ورکوونکو رایه ورکړې ده.

په ټاکنو کې پنځو ګوندونو ته اجازه ورکړل شوې وه برخه واخلي، په دوی کې یا یې ټول او یا یې اکثریت ولسمشر ته وفادار دي.

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان، چې دا ټاکنې یې څارلي، وايي چې په ټاکنو کې رایه ورکوونکو «عمده انتخاب» نه لره. دغه سازمان وایي: «د روانو اصلاحاتو سره سره، اساسي ازادۍ په نا متناسب ډول هم په قانون کې او هم په عمل کې محدودې دي.»

د میرضایف په واکمنۍ کې له ۲۰۱۶ راپدیخوا په اوزبیکستان کې اقتصادي‌ او اجتماعي اصلاحات روان دي، خو د هغه رژیم مستبد ګڼل کېږي.

دا سازمان وايي چې د بیان محدوده ازادي ده ‌او له همدې کبله رایه ورکوونکو مختلف نظرونه نه لرل، خو «مثبته خبره دا وه چې ښځو هم په ټاکنو کې او هم د ټاکنو په مدیریت کې ښه حضور» لره.

د مرکزي اسیا دغه هېواد (اوزبیکستان) ۳۵ میلیون نفوس لري او د طبعي ګازو له پلوه شتمن بلل کېږي. ولسمشر ضیایف واک ته له رسېدو وروسته ویلي وو چې د ازاد سیاست تګلاره به مخکې وړي، خو مخالفان یې انتقاد کوي چې هغه د حکومت ضد مخالفت ته اجازه نه ورکوي.