محب: طالبانو لوی پلان لره ځینې سیمې سقوط کړي، ناکام شول

هغه وویل چې طالبانو په څو ولایتونو کې ماتې خوړولې ده او په وینا وضعیت نسبت تیرۍ اونۍ ته په ښه کېدو دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي تېره اونۍ د طالبانو لخوا د اوو ولایتونو د سقوط پلانونه ناکام شول.

ښاغلي محب نن شنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) په کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل په اووه ولایتونو کې ځینې سیمې سقوط کړي چې افغان ځواکونو یې مخه نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه: "تېره اونۍ ډېره روښانه شول چې ډېر یو لوی پلان یې لاره... په اوو ولایتونو کې بریدونه وکړل، غوښتل یې یو دوه ځایه سقوط کړي ویې لیدل چې خپل هدف ته ونه رسېدل، امنیتي ځواکونه له ټولو سیمو څخه د دفاع توان لري."

هغه وویل چې طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو توان نلري او که ځيني سیمې نیسي بېرته نیول کیږي او زیاته مرګ ژوبله هم ور اوړي.

محب یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان د نورو په اشاره په افغانستان کې تاوتریخوالی کوي او په خبره یې دغه ډله اوس له پاکستان سره خپلې اړیکې نه پټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په هلمند، بغلان، کندهار، غزني، ارزګان، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال محمد یاسین ضیاء هم یاد کنفرانس ته وویل چې د تېرو څو ورځو راپدېخوا په هلمند، کندهار، بغلان، غزني او فراه کې د افغان ځواکونو بریدونو کې ۱۰۰۰ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په وروستیو جګړو کې خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.