ټاکل شوې چې را روانه دوشنبه د جنورۍ په شلمه نېټه په واشنګټن ډي سي کې د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره شي.
مقاماتو د دغو مراسمو لپاره د متحدو ایالتونو د کانګرس د ودانۍ او سپینې ماڼۍ شاوخوا ۴۸ کیلومتره اوږدې لوړې فلزي کټارې لګولې، امنیتي پوستې یې جوړې کړې او ۲۵۰۰۰ امنیتي ځواکونه یې د دغو مراسمو د امنیت لپاره موظف کړي دي.
امنیتي مقاماتو ویلي دي چې د لوړې دغو مراسمو ته یې د ملي ګارد ۷۸۰۰ منسوبین او ۴۰۰۰ نور امنیتي منسوبین یې د هېواد له بېلا بېلو ادارو څخه په واشنګټن ډي سي کې ګمارلي دي.
د لوړې له مراسمو وروسته رسم او ګذشت هم کېږي او ورسره د ټرمپ د پلویانو او مخالفانو اعتراضونه هم کېږي.
د ټاکنو د کمپاینونو مهال د ټرمپ د ترور هڅې او څو ورځې مخکې د لاس ویګاس او د نیواورلینس کې مرګوني بریدونه ته په کتو، د ولسمشر د لوړې مراسمو ته ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د ټرمپ د لوړې مراسم د کانګرس د ودانۍ مخې ته کېږي، هماغه ځای چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ پلویانو پرې یرغل وکړ او د ولسمشر د تائیدۍ د غونډې د خرابولو لپاره د کانګرس ودانۍ ته ننوتل.
ټرمپ لا هم د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې خپله ماتې نه ده منلې، خو د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د هغه دیموکراتې سیالۍ کاملا هریس خپله ماتې منلې او ټرمپ ته یې د بري مبارکي ورکړې ده.
امنیتي مقاماتو ویلي دي، چې تر دې دمه د لوړې د مراسمو په اړه د هېڅ امنیتي ګواښ نښې نه لیدل کېږي، خو امنیتي مقامات اندېښنه لري چې د نیواورلینس د برید په څېر کومه پېښه ونه شي. هلته یو کس خپل موټر په نورو خلکو وخیژوه او یو شمېر یې ووژل او ژوبل کړل.
همدغو پېښو ته ورته، یو کس هڅه وکړه چې یوه تېزه او اوږده چاړه له ځان سره د کانګرس ودانۍ ته ننباسي او یو بل کس بیا د کانګرس ودانۍ ته نژدې د اور لګولو هڅه کړې وه. دا دواړه مشکوک کسان نیول شوي دي.
د متحدو ایالتونو د کانګرس د ودانۍ د امنیتي پولیسو مشر تامس مانګر وویل: «زموږ د لوړو امنیتي احضاراتو دلیل د انفرادي کسانو ګواښ دی.»
د فدرال تحقیقاتي ادارې (اف بي آی) او د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت تېره ورځ عمومي امنیت ته د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې شاید «تاوتریخوالي غوښتونکي افراطیان» د لویزیانا ایالت د نیواورلینس د برید تقلید وکړي. په هغه برید کې ۱۴ تنه ووژل شول.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې د لوړې تر مراسمو مخکې شپه کې په واشنګټن ډي سي کې د هوټلونو ۳۴۵۰۰ خونې په کرایه اخیستل شوي او ممکن د لوړې تر مراسمو پورې دا شمېر زیات شي.
د واشنګټن ډي سي د ګرځندوی ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د لوړې تر مراسمو یوه شپه مخکې په واشنګټن ډي سی کې د ۹۵ فیصده هوټلونو خونې د ټرمپ د پلویانو له لورې کرایه شوې وې.
د واشنګټن ډي سي پولیس وايي چې د لوړې د مراسمو په درشل کې به د را روانې شنبې په ورځ تقریبآ ۲۵۰۰۰ کسان د ټرمپ په ضد مظاهره کوي.
همدغه راز په واشنګټن ډي سي کې د څو نورو مظاهرو اجازه هم اخیستل شوې، چې یوه په کې د ټرمپ د پلویانو مظاهره ده چې ممکن ۲۰۰۰۰ کسان په کې برخه واخلي.