سیگار: په افغانستان کې۱۵ میلیارد ډالر ضایع شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش یا سیگار ویلي دي چې په تیرو ١١ کلونو کې په افغانستان کې ١٥،٥ میلیارد ډالر بې ځایه مصرف شوي دي.

دغې ادارې د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس ته په یو رپوټ کې همداشان ادعا کړې چې د ضایع شویو پیسو دغه شمیره د افغانستان لپاره د امریکا د ٥٢،٧ میلیارد ډالرو مرستو له جملې نه دي چې د "درغلیو او ناوړه استفادې" په نتیجه کې ضایع شوي دي.

د سیگار د رپوټ له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو مجموعي شمیره ١٢٦ میبلیارد ډالرو ته رسیږي، خو د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې چې افغانستان ته ځانگړې شوي تر یوه حده ضایع شوي دي.

ددې ادارې مشر جان سوپکو ویلي دي چې دغه شمیره د دوی لومړنی اټکل دی چې په وینا یې کیدای شي د ضایع شویو پیسو "یواځې یوه برخه" وي.

هغه دا هم ویلي دي چې ۴،٧ میلیارده ډالر چې په افغانستان کې د "ثبات راوړلو پرگرامونو" لپاره ځانگړي شوي وو د هغې پر ځای د "شخړو د زیاتیدو، اداري فساد او د یاغیانو د ملاتړ د زیاتیدو" سبب شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څارنې ادارې سرمفتش جان سپکو دا هم ویلي دي هغه ٧،٣ میلیارد ډالر چې په افغانستان کې د مخدره توکو د سوداگرۍ او کار وبار د درولو لپاره لگیدلي "د نامشروع مخدره توکیو د تولید او صادراتو" په مخنیوي کې یې ډیره لږه گټه کړې ده.

سیگار ویلي دي چې په افغانستان کې د "٢٠٠٢ کال راهیسې اوس د اپینو تولید تر ټولو لوړې کچې" ته رسیدلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس لس کاله مخکې په ٢٠٠٨ کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د سرمفتش یا سیگار ځانگړې اداره جوړه کړه چې اساسي هدف یې په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د پروژو ناپیلې او خپلواکه څارنه او ارزونه ده.