امریکا: که طالبان د القاعده په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، موږ به اقدام وکړو

ارشيف

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل که طالبان په افغانستان کې د القاعده په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، امریکا ددې وړتیا لري چې خپله لاس په کار شي.

ند پرایس په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:"طالبانو په خصوصي او علني ډول ژمنه کړې اجازه به ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د هغو کسانو لپاره د خوندي پټنځای په توګه کار واخیستل شي چې د متحدو ایالتونو په وړاندې به توطیه کوي."

هغه زیاته کړه، که طالبان ونشي‌ کړای او یا هم ونغواړي چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، امریکا چمتو ده او ددې توان لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي. هغه په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو څخه د مثال په توګه یادونه وکړه.

دا مطلب هم ولولئ بایډن: الظواهري په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه، د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي هغه ګواښ ته به اجازه ورنکړي چې راپورته شي او متحدو ایالتونو او ددغه هیواد متحدینو ته ننګونې رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا، ولسمشر بایډن زیاته کړې چې د دا ډول ګواښونو په وړاندې به پریکنده اقدام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په کابل کې د القاعده شبکې د مشر په وژل کیدو بې خبري ښودلې وه او د هغه وژنه یې تر اوسه هم تائید کړې نده.

طالبان چې تر اوسه د نړۍ د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوي ندي‌ په وار وار ادعا کړېده چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هیوادونو ته تهدید متوجه کړي.

له دې مخکې ملګرو متلونو په یو راپور کې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ارزونې ښکاره کوي چې القاعده د طالبانو په حاکمیت کې امن پټنځایونه لري او یادې شبکې غړي په افغانستان کې د عمل د آزادۍ څخه برخمن دي.

ویل کیږي القاعده په افغانستان کې کابو ۴۰۰ جنګیالي لري چې یو شمیر یې د طالبانو په لیکو کې مدغم شوي دي.

څو ورځې مخکې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان (CSTO) د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال اناتولي سیدوروف وویل، «د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.»

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه د روسیې په مشرۍ د (ډله ییز امنیت تړون) د لوی درستیز څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې هیڅوک باید افغانستان بدنامه نکړي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې په هوکړه کې ژمنه کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه به د هیڅ هیواد پر ضد کار نه اخیستل کیږي، خو د یو شمیر کارپوهانو په وینا، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدو هرڅه برعکس ثابت کړل.