ملګري ملتونه: د بشري مرستو د کمېدو تر ټولو لوی زیان د افغانستان ښځو ته رسېږي

ملګرو ملتونو ویلي په روان ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې د مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستو د چمتو کولو لپاره د بودیجې د کمښت له امله په دغه هیواد کې د نورو اړمنو افغانانو پرتله ښځې د خوړو د سخت کمبود څخه کړیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵( کب اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د اسیا او پاسفیک د حوزې مرستیال رئیس سمیر وانملي یو لنډ ویډیوي پیغام خپور کړی چې په کې هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په نړۍ کې د بشري ناورینونو د زیاتېدو پر مهال افغانستان له یاد څخه ونه باسي.

سمیر وانملي ویلي: " مونږ ته په کار دي چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې په داسې یو حالت کې چې نړۍ په ناورین کې راګیره شوې افغانستان له یاد څخه ونه ایستل شي. د بودیجې د کمښت له امله د ځینو خورا زیاتو اړینو اړتیاو سره د مخ کیدو پرمهال افغان میرمنې دروند پیټی پر خپلو اوږو وړي."

د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا او پاسفیک د حوزې مرستیال رئیس افغانستان ته د سفر پرمهال د ځینو کلیوالو سیمو د لیدنې پر مهال په دغه ویډيوي پیغام کې ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې ترټولو اړمنو کسانو ته پر وخت او خوندي ډول مناسبه مرسته برابره شي.

هغه ویلي: " په عین وخت کې مونږ په دې پوهیږو چې ښځو او نجونو سره مرستې به ډیر زیات اهمیت ولري، ځکه چې هغوی به ځینې ډیرې مهمې اړتیاوې ولري".

د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا او پاسفیک د حوزې مرستیال ویلي چې دا خورا زیاته مهمه ده چې نړیواله ټولنه د افغانانو ترڅنګ پاتې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په تیرو څه باندې دریو کلونو کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې په پرله بسې دول کمې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به د تیرکال په څیرد اوږدې جګړې، اقتصادي ستونزو، اقلیم د بدلون د اغیزو په ګډون د یو لړ عواملو له امله په میلیونونو افغانان د ژوند د تیرولو لپاره پر نړیوالو مرستو متکي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې اود نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو لپاره مرستې شاملې دي.

ملګري ملتونوویلي چې د ښځو په ګډون د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د بې وزلې او لوږې سره مخ دي. اوچا ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیوب سره مخ دي او ۱۴.۳ میلیونه ډیرو محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري. د اوچا د معلوماتو پراساس ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان قوي مغذي خوړو ته اړتیا لري.

په عین وخت کې په افغانستان کې د روغتیا کلسټر چې د روغتیا د نړیوال سازمان تر څارنې لاندې د روغتیا په سکټور کې یو شمیر غیر حکومتي موسسې او ادارې په کې کار کوي په دغه هیواد کې د روغتیا په سکټور باندې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډ د اغیزو په اړه ویلي چې د مرستو ځنډیدو ۲.۴ میلیونو اړمنو افغانانو باندې اغیزه کړې ده.

د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې په افغانستان کې د روغتیا کلسټر د معلوماتو پر اساس په یو خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله په افغانستان کې د یو زیات شمیر روعتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډیدلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۳۱ ولایتونو کې تر ۳۲۰ پورې روغتیايي مرکزونه چې شاوخوا ۲.۴ میلیونو اړمنو افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابرول د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله اغزمن شوي او اوس مهال روغتیايي مرستو ته لاس رسی نلري.

ملګري ملتونه د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د یو راپور له مخې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د روغتیا سکټور ته د بودیجې د برابرولو په برخه کې لویه ونډه لري او په دغه هیواد کې بشري مرستو لپاره د ټولې بودیجې ۴۳.۹ فیصده یې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا برابریږي.

په دې راپور کې ویل شوي چې تمه کیدله چې د امریکا متحده ایالات به په ۲۰۲۵ کال کې د بشري چارو د پرمختګ لپاره لږ تر لږه تر ۲۳۴ میلیونو ډالرو پورې بودیجه چې په دغه کال کې د ټولې اړینې بودیجې ۱۰ فیصده کیږي برابر کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د روان کال ۲۰۲۵ د جنورۍ په ۲۴ د امریکا نږدې ټولې بهرنۍ مرستې ددغو مرستو د موثریت د ارزولو په موخه د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.