د سور صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د بشري بحران د شدت او پراختیدو په اړه اندیښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې څخه یې په دغه هیواد کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو د دوام غوښتنه کړې ده.
ددغې کمیټې عمومي رئیس پیر کراهنبول د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴( کب شپږم) افغانستان ته د اوه ورځیني سفر په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه هیواد کې بشري وضعیت زښت زیات خراب پاتې شوی او اوس مهال میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سور صلیب نړیوالې کمیټې په دې اعلامیه کې ویلي چې ددغې کمیټې عمومي رئیس پیر کراهنبول افغانستان ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو د چارواکو سره د لیدو کتنو ترڅنګ په کابل کې ددغې کمیټې په مرسته د فزیکي توانمندۍ د یو مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: " افغانستان کې بشري وضعیت زښت زیات خراب پاتې شوی دی. میلیونونه وګړي بشري ملاتړ ته اړتیا لري. دا د څلورو لسیزو جګړو پایله ده چې نږدې هره کورنۍ ته یې زیان رسولی دی".
نوموړي ډاډ ورکړی چې ددغې کمیټې بشري مرستې به اړمنو افغانانو ته په ځانګړي ډول اړمنو افغانانو لپاره د فزیکي توانمندۍ پروګرام دوام ته چې د ماینونو او د جګړو څه د پاتې شویو ناچاودو توکو په چاودنو کې معلول شوي دوام ورکړي.
هغه په افغانستان کې په بې طرف او خپلواک ډول د اړمنو کسانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو په رسولو ټینګار کړی دی.
پیر کراهنبول ویلي: " د سور صلیب د نړیوالې کمیټې لومړیتوب دادی چې د معلولیت لرونکوکسانو، توقیف شویو کسانو او د جګړو د قربانیانو په ګډون زیانمنوونکو کسانو ته د ملاتړ برابرولو لپاره خپل بشردوستانه کار ته دوام ورکړي."
ددې دمخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان کې خلک د زښتو زیاتو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او تیر ۲۰۲۴ کال د هغوی لپاره د ننګونو یو ډک کال وو.
ددغې کمیټې د راپور له مخې نړیوال بندیزونه او د نړیوالو مرستو کمښت افغانستان د یو داسې هیواد په توګه چې میلیونونه وګړي یې د لوږې، د خوړو د نه خوندیتوب او د روغتیايي پاملرنې د خدمتونو په څیر د لاس رسي په برخه کې ستونزې لري دا هیواد لا د ګواښونو او ننګونو سره مخ کړی دی.
د سور صلیب نړیوالې کمیټې افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې نړیوال بانک ددغه هیواد د وضعیت په اړه په یو وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب د یو پراخه بحران سره مخ دی او اوس مهال ۲.۹ میلیونه افغانان د لوږې د حالت سره د مخ کیدو په درشل کې ولاړ دي.
دغه بانک په یو راپور کې ویلي چې همدا اوس ۱۲.۶ میلیونه افغانان چې د افغانستان د ټولو وګړو د دریو څخه یوه برخه جوړوي د خوړو نه خوندیتوب حالت تجربه کوي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د افغانستان د کرهڼې په سکټور کې اختلالات افغانستان د خپلو اړتیاو په پوره کولو کې د ستونزو سره مخ کړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې په داسې حال کې چې نړۍ پریکړه کړې چې د ۲۰۲۳۰ کال پورې لوږه صفر کچې ته ورسوي، خو په افغانستان کې بشري ستونزې دغه هدف ته د رسیدلو په برخه کې یو متفاوت تصویر وړاندې کوي.
فورم \ دبحث خونه