ډبلیو ایف پي: افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت لویه بیه ښځې پرې کوي

ملګرو ملتونو افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې تولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیچې غوښتنه کړې وه چې ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) یو ځل بیا په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو لپاره د بودیجې په کمیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې د کمښت لویه بیه ښځې پرې کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې ښځې د ژوند د تیرولو لپاره ډیرې کمې پیسې سپموي او ترټولو دروند پیټی پر خپلو اوږو باندې وړي.

د خوړو نړیوال پرګرام ویلي: "په افغانستان کې ښځې د بشري مرستولپاره د بودیجې د کمښت لویه بیه پرې کوي. له یو میلیون څخه زیاتې میندې او ماشومان د بودیجې د کمښت له امله د تغذيي د مرستو څخه نوره ګټه نشي اخیستلی."

د خوړو د نړیوال پرګرام د معلوماتو پراساس په افغانستان کې له وړاندې څلور میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي او د اضافي بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به وضعیت لا خراب شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام سربیره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم د جولاې د میاشتې په وروستیو کې، په یو راپور کې په افغانستان کې د خپلو پرګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت خبر ورکړی وو او ویلي یې و چې "د ټولنې د مشارکت او د ښځو د ځواکمنیدو، هوساینې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي" پرګرامونه یې د ګواښ او بحران سره مخ شوي او په بیړني ډول اضافي بودیجې ته اړتیا لري.

دغې کمیشنرۍ ویلی چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو لپاره ۲۱۵.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې ددغو پیسو تراوسه [جولاې میاشت] پورې ۹۴.۷ میلیونه ډالر، چې د ټولې بودیجې ۴۴ فیصده جوړوي، تامین او یا هم یې ورسره ژمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې نجونې او میرمنې د طالبانو له خوا د کار او زده کړو د حقونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د سختو ګواښونو سره مخ دي.

د بشري مرستو ځینو ادارو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د مشارکت او ملاتړ پرته له یاد څخه د یو هیر شوي بحران باندې د بدلیدو د حالت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاو د ځواب ویلو د پروګرام د راپور پر اساس، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د راپور پراساس، په افغانستان کې په خوارځواکۍ باندې د اخته ماشومانو او میندو شمیر زیات شوي او ۶.۳ میلیونه افغانان په کور دننه د خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د مرستې رسونې ځینو ادارو ټینګار کړی چې که څه هم بشري بیړنۍ مرستې د افغانانو د ژغورنې لاره ده، خو د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمښت د افغانانو په ورځیني ژوند ناسمه اغیزه کړې ده.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې تولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بږدیچې د برابرولو غوښتنه کړې وه چې د اګست د روانې میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې نړیوالې ټولنې ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره کړې ده.