ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره ۶۶۷ میلیون ډالرغواړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې لږترلږه ۱۲ میلیونه کسان په دې نه پوهیږي چې راتلونکې خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي

افغانستان کې د بشري مرستو د کمیدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه په دغه هیواد کې اړمنو کسانو ته د مرستو د چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

دغه پروګرام د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۷( وږي ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې اوس مهال لسګونه زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې لږترلږه ۱۲ میلیونه کسان په دې نه پوهیږي چې راتلونکې خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته امیدواره او ماشومانو ته د شیدې ورکوونکو میندواود پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو د شمیر په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې همدا اوس په دغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان د خوارځواکۍ له ناروغۍ څخه کړیږي.

دغه پروګرام ویلي: " د خوړو نړیوال پروګرام د خپلو حیاتي پروګرامونو د دوام لپاره ترراتلونکو شپږو میاشتو ۶۷۷ میلیونو ډالرو په بیړني ډول اړتیا لري."

ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د نړیوالې ټولنې څخه د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه ددغې بودیجې د چمتو کولو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې" اوچا" په یو راپور کې ویلي چې د روان کال په سر کې چې دغې ادارې د نړیوالې تولنې څخه افغانانو ته د بشري پروګرامونو د دوام لپاره ۳.۰۶ ملیارده ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه، تراوسه چې ددغه کال پای ته رسیدلو ته یوازې څلور میاشتې پاتې نړیوالې ټولنې ورته ددغې بودیجې څلورمه برخه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د سپټمبر پنځم (وږي ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو یې اغیزه کړې ده.

اوچا لیکلي: "ایا تاسو په دې پوهیدئ چې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو باندې یې اغیزه کړې او د ۸۰ فیصده کورنیو هر غړی د یو ډالر څخه په کمو پیسو باندې ګذاره کوي. د ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدلو ته څلور میاشتې پاتې دي د بشري اړتیا د غبرګون پلان یوازې ۲۵ فیصده بودیجه ترلاسه کړې ده. د ژوند د ژغورلو لپاره په بیړني ډول اضافي ملاتړ ته اړتیا ده".

ملګروملتونو په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه. خو نړیوالې تولنې ددغې پیسو یوازې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره تراوسه برابر کړي دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې ۱۸.۶ میلیونو کسانو ته ۶۰۰ زره ټنه خواړه چې مجموعي لګښت یې ۱۹۰ میلیونه ډالره کیده ویشلي دي. دغه پروګرام ویلي چې په دې شمیر کې ۹.۳ میلیونه ښځې او نجونې او ۵.۸ میلیونه معیوبیت لرونکي کسان شامل وو.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت وروسته یې په افغانستان کې لس میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو بشري مرستې بندې کړې چې په بې ساري توګه د مرستو دغه بندیدل په یو داسې هیواد کې چې د ناورین سره مخ دی او په عام ژوند کې د ښځو لپاره فضا پرله پسې ډول مخ په تنګیدو ده او هغوی د عاید د ترلاسه کولو لپاره هیڅ فرصت نلري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "ډیرې ښځې دې ته اړې شوي چې خپل ماشومان د سوال له لارې خوړو ترلاسه کولو ته واستوي. دا چې د هغوی ماشومان هرڅه د سوال له لارې ترلاسه کولای شي او کورته یې راوړي هغه څه دي چې هغوی باید چې وخوري."

د ملګرو ملتونو د خړو نړیوال پروګرام پر افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو یادونه کړې او ویلي دي چې دا هیواد د طبیعي ناورینونو سره مخ دی. ډبلیو اف پي ویلي چې یوازې په تیرو څو میاشتو کې په زیاترو سیمو کې سیلابونو او د واورې د لویو یخ ټوټو (برفکوچونو) په پیښو کې په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ددې لپاره چې اکثره ښځې په کورونو کې پاتې کیږي په دغو ناورینونو کې هغوی په یو غیر متناسب ډول د سړیو پرتله ډیرې اغزمنې شوې دي.