د امریکا پخوانی پوځي: د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه معلومات پټ ساتل کیږي

د امریکا د هوايي ځواکونو یو پخواني استخباراتي چارواکي ویلي چې د امریکا حکومت د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو او یا په بل عبارت د "فضایي مخلوقاتو" په اړه کانګرس بې خبره ساتلی او ددې اجسامو په اړه یې معلومات نه دې خپاره کړي.

ډیویډ ګراش، چې ۱۴ کاله یې د متحدو ایالتونو په هوایی ځواک او د استخباراتو په ملي ادارې کې دنده ترسره کړې، د چهارشنبې په ورځ‌، د جولای ۲۶مه (زمري ۴مه) د هوايي پوځ د جټ الوتکو له دوو پخوانیو پیلوټانو سره یوځای چې د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه یې د لومړي لاس معلومات درلودل، د کانګرس د ملي امنیت د فرعي کمیټې د نظارت څانګې ته شاهدي ورکړه.

ګراش چې د ۲۰۲۳ کال تر پیل پورې د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) د دوه کاري ځواکونو استازی وو، د کانګرس د ملي امنیت د فرعي کمیټې د نظارت څانګې غړو ته وویل چې د محرم پروګرامونو د بیاکتنې په لړ کې، هغه د "فضایي مخلوقاتو" د بیا رغونې پروګرام په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د امریکا د هوايي پوځ دغه متقاعد افسر وویل چې، یاد پروګرام ته د لاسرسي لپاره د هغه غوښتنه سمدلاسه رد شوه. هغه همدا راز د امریکا پر پوځ تور ولګاوه چې د کانګرس پر وړاندې یې ددغه عملیاتو د پټولو لپاره د ځانګړې شوې بودیجې څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.‌

ګراش زیاته کړه چې نوموړی له هغو چارواکو سره مخامخ مرکې کړي چې د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه یې مستقیم او د لومړي لاس معلومات درلودل.

د امریکا د استازو په جرګې کې د دواړو ګوندونو غړو پوښتنه کړې چې، کانګرس باید څنګه ددغه تورونو په اړه پلټنه وکړي، چې په ورته وخت کې د اجراییوي څانګې څخه د پیښې په اړه د پوښتنو ګرویژونو لپاره د قانون جوړونکو مخ په زیاتیدونکي لیوالتیا منعکس کوي.

د ټینیسي ایالت څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی،‌ تیم بورچت وویل، موږ غواړو ددې اسرارو څخه پرده پورته کړو او هیله من یوو چې دا کار د ډیرو نورو استماعیه غونډو پیلامه شي او ګن‌ شمېر کسان ددې موضوع په اړه خبرې وکړي.

د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو مسله په دې وروستیو کلونو کې د کامرې پر مټ د اخیستل شویو فلمونو له خپریدو وروسته چیرې چې دغه فضايي مخلوقات په هوا کې په ډیره لوړه کچه، په چټک سرعت او پرته له کومې څرګندې وسیلې حرکت کوي، د کانګرس او خلکو پراخه پاملرنه ځانته راګرځولې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت "د ناپېژانده فضايي ښکارندې کاري ځواک" چې تیر کال د کانګرس په لارښونې د ورته پیښو د څیړلو په موخه جوړه شوې، د می تر میاشتې پورې د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو نږدې ۸۰۰ راپورونه څیړلي دي.

له بلې خوا، قانون جوړونکي وايي چې د امریکا پوځ د دغو ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه د هغه څه په پرتله ډیر معلومات لري چې کانګرس ته یې راپور ورکړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت "د ناپېژانده فضايي ښکارندې کاري ځواک" ویاند په یوې اعلامیې کې ویلي چې "دوی داسې کوم د تایید وړ معلومات نه دي موندلي چې دا ادعاوې ثابت کړي چې ګواکې په تیر مهال او اوس وخت کې د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو د مالکیت یا ددغه اجسامو [د بیارغونې] پلانونه دي شتون ولري.

هغه دا هم وویل چې د امریکا دفاع وزارت ژمن دی چې کانګرس ته پر وخت او بشپړ راپور ورکړي.

شاهدانو څه وویل؟

د ډیویډ ګراش سربیره، د کانګرس د ملي امنیت د فرعي کمیټې د نظارت څانګې، د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو پخوانی پیلوټ ریان ګریس ته چې د روزنې ماموریتونو کې د ناپيژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو سره د مخامخ کیدو په اړه یې خبرې کولې، توضیحات واوریدل او همدا راز یې د ټیک ټاک هغه ویډیو ولیدل چې یو لوی فضايي توکې پکې ښودل کیږي.

درې واړه شاهدانو پداسې حال کې چې د ناپيژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو د څیړنو په موخه د اوسني راپور ورکولو د سیسټم پر نیمګړتیاوو یې نیوکې لرلې، وویل چې د هوایي ځواک هغه پیلوټان او چارواکي چې ددې موضوع په اړه په ډیر شفافیت سره د خپلو تجربو په اړه خبرې کوي، له ډیرو ننګونو سره مخ دي.

امریکایی قانون جوړونکو په دې وروستیو کې د دفاع وزارت او د امریکا د استخباراتي ادارو څخه وغوښتل چې کانګرس ته د هغه مرموزو پيښو په اړه نور توضیحات وړاندې کړي چې دوی یې په اړه پوهیږي. د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو همدا شان د امریکا هوايي حریم ته څېرمه د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو له امله ددغه هېواد ملي امنیت ته د احتمالي ګواښ په اړه خبرې وکړې.

اوسمهال د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکو ګوندونو دوه لوړ پوړي امریکايي سناتوران هڅه کوي چې د امریکا حکومت د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه معلومات څرګند ‌(علني) کړي.

دغه هڅه چې د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر جان ایف کینیډي د وژنې په تړاو د حکومتي سوابقو د افشا کولو له قوانینو څخه اخیستل شوی، د امریکا حکومت اجراییوي څانګې دې ته اړ باسي چې د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه راټول شوي‌ معلومات د ارزونې او بیاکتنې چارواکو ته وسپاري.

د کانګرس د ملي امنیت د فرعي کمیټې د نظارت څانګې غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې د امریکا د دفاع وزارت په ۲۰۱۷ کال کې ومنله چې د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو څیړنې لپاره یې د میلیونونو ډالرو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي دي چې تر اوسه دغه ناپېژانده بهرني الوتونکې اجسام، نه دي پیژندل شوي، خو د دوی په وینا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ددغه څیزونو فعالیت کم شوی دی.