سپینې ماڼۍ د پوتین په هکله د بایډن د څرګندونو وضاحت ورکړ

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په پولینډ کې دا څرګندونې داسې وخت کولې چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې بمباري روانه وه.

سپینې ماڼۍ د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په هکله د جمهور رئیس جو بایډن د هغو څرګندونو په هکله وضاحت ورکړ چې ویلي یې و "پوتین په واک کې نشي پاتې کیدی".

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د وینا پرمهال په اوکراین کې جګړه د مسکو لپاره "ستراتیژیکه ناکامي" وبلله او تر څنګ یې دا هم وویل چې ‌"د خدای په خاطر، دغه سړی نشي کیدای واک کې پاتې شي."

خو د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل چې ښاغلي بایډن په روسیه کې د ښاغلي پوتین په واک کې د پاتې کیدو او یا په هغه هیواد کې د رژیم د بدلون په هکله حبرې نکولې.

دې چارواکي وویل، " د جمهور رئیس نظر دا و چې پوتین دېته نه پریښودل کیږي چې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو خپل واک وچلوي".

د متحده ایالاتو مشر نه یوازي د ښاغلي پوتین په هکله دا ډول تندې څرګندونې وکړلې بلکې د څرګندونو څخه وروسته یې په یوې اعلامیې کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین "قصاب" وباله.

د امریکا جمهور رئیس په دې وینا کې څرګنده کړه چې د روسیې عادي خلک د هغوی دښمنان ندي او له هغوی یې وغوښتل چې د غرب له خوا پر روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو په ارتباط پوتین پړ وګڼي.

جمهور رئیس جوبایډن همدارنګه روسیې ته خبرداری ورکړ چې یو انچ هم د ناټو خاورې ته داخل نشي او ددې سازمان له غړو څخه یې د مقدسې جمعې دفاع په تعهداتو ټینګار وکړ.

ښاغلي بایډن د دې څرګندونو نه وړاندې د نړۍ د ۷ سترو قدرت لرونکو هیوادونو جي-۷ د مشرانو، اروپایي شورا او د ناټو د متحدینو سره وکتل او دا خبرې پداسې حال کې کیدې چې د اوکراین په لویدیځ ښار لفیف د روسیې بمبارۍ روانې وې.

جمهور رئیس جو بایډن د څرګندونې په پولینډ کې وکړلې چې تر ۱۹۸۹ میلادي کاله پورې تقریباً ۴۰ کاله پکې کمونیستي نظام چلیده او د مسکو په مشرۍ د وارسا امنیتي تړون غړی و اوس د اروپایي اتحادیې او ناټو د سازمان غړی دی.

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې د ناټو سازمان دفاعي امنیتي اتحاد وباله او زیاته یې یې کړه چې دې سازمان هیڅکله د روسیې نابودي نده غوښتې.