د ایران د سپاه پاسداران قدس نوی قوماندان څوک دی؟

د قدس ځواک نوی قوماندان اسماعیل قاآني

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک نوی قوماندان اسماعیل قاآني، پداسې حال کې په منځني ختیځ کې د تهران د نیابتي جنگیالیو مسؤلیت په غاړه واخیست چې ایران د امریکا نه د قاسم سلیماني د وژنې د غچ اخیستلو گواښ کړی دی.

د قدس ځواکونه د ایران د پاسداران انقلاب د ۱۲۵ زره کسیز ځواک یوه برخه ده؛ هغه نیمه پوځي سازمان چې یواځې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه‌یي ته ځوابگویه دی.

سپاه پاسداران د ایران د بالستیک میزایلو د پروگرام څارنه کوي او سمندري قواوی یې په فارس خلیج کې د امریکا د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه تعقیبوي.

د قاسم سلیماني په څیر د عراق سره د تهران د اته کلنې جگړې د مسؤلیت بار د قاآني پر اوږو هم و او بیا د قدس (بیت المقدس) د تازه جوړ شوي ځواک سره یوځای شو.

پداسې حال کې چې د ٦٢ کلن قاآني په اړه زیات معلومات نشته، خو ویل کیږي چې هغه د اوږدې مودې راهیسې په قدس ځواک کې د قدرت خاوند و او دی.

داسې ښکاري چې د هغه د لومړنیو دندو څخه یوه یې د سلیماني د وژنې په اړوند د امریکا د متحده ایالاتو څخه د غچ اخیستنې لپاره د ایران د هر ډول نیت څارنه وي.

د ایران د نیمه رسمي اژانس ارنا د معلوماتو په اساس قاآني د سلیماني سره د خپلو اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي چې "مونږ د جگړې اولاد یو. مونږ د جگړې د میدان همقطاران یو، او په جگړه کې سره دوستان شوي یو".

آیت الله علي خامنه‌یي د قاآني د معرفي کولو په ترڅ کې هغه "یو د عمدو قماندانانو" څخه وگاڼه چې د ایران په خدمت کې دي.

قاآني د ١٩٧٥ کال د اگست په اتمه په مشهد کې زیږیدلی دی او د ایران د ١٩٧٩ کال د انقلاب څخه یو کال وروسته په سپاه پاسداران کې شامل شوی دی. قاآني په سپاه پاسداران کې د استخباراتو ضد هڅو مشري کوله.

غربي څیړونکي وایي پداسې حال کې چې سلیماني د ایران پر لویدیځو گاونډیانو تمرکز کاوه، قاآني ختیځ هیوادونه لکه افغانستان او پاکستان ته پاملرنه درلوده.

د امریکا د مالیې وزارت په ٢٠١٢ کال کې د قدس نیابتي جنگیالیو ته د مالي پانگې د تنظیمولو په دلیل بندیزونه ولگول. دغو بندیزونو قاآني د هغو وسلو سره اړوند وگاڼه چې په ٢٠١٠ کال کې د نایجریا د لاگوس ښار په بندر کې ضبط شوې وې.

ټاکل شوې چې قاآني سبا د یکشنبې په ورځ جنورۍ پنځمه د سپاه پاسداران د قدس قواو د قوماندان په توگه دنده پیل کړي.