بډایه مسلمان دولتونه له افغانستان سره ولې زیاتې مرستې نه کوي؟

FILE - Hundreds of Afghan men gather to apply for the humanitarian aid in Qala-e-Naw, Afghanistan, on Dec. 14, 2021.

څه دپاسه لس میاشتې وروسته له هغه چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره یواځې د یو هیواد لپاره خپل ترټولو لوی درخواست پیل کړ، ددې غوښتنې له نیمایي څخه کمه برخه پداسې حال کې تمویل شوه، چې مسلمان دولتونه په ښکاره ډول د لوی تمویل کوونکو په لست کې بې درکه دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د اکټوبر په لومړیو کې افغانستان ته له خپل سفر وروسته په ټویټر خبرداری ورکړ چې "افغانستان له سخت ژمي سره مخ دی." هغه زیاته کړه، "زه له چین، روسیې او OIC [د اسلامي همکارۍ سازمان] څخه غواړم چې د بشري مرستو لپاره د پام وړ ګام په پورته کولو سره د انګلستان، متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیې او نورو مثال تعقیب کړي."

په داسې حال کې چې افغانستان د لسیزو راهیسې د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی، دا هیواد وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو په ملاتړ حکومت په کې ړنګ او د طالبانو رژیم د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ شو، تیر کال نور هم په بې وزلۍ کې ډوب شو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس نږدې ټول افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا مشر ټرنر امریکا غږ ته وویل: " تير کال د بشري منابعو په برخه کې واقعا ډيره سيالي رامنځته شوې ده؛ کوم چې د اوکراين جګړې تر ډیره د لويديځ له لورې د مالي مرستو پاملرنه جلب کړې ده. داسې اندیښنې شته چې افغانستان به په راتلونکي کې په يو هیر شوي ناورين بدل شي."

د افغانستان سره بشري مرستې

تېره اونۍ سعودي عربستان اعلان وکړ چې له اوکراین سره د بشري مرستو په برخه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. په داسې حال کې چې د مرستندویه ادارو له خوا ددې اعلان هرکلی وشو، د هغو ۱۱ میلیونو ډالرو سره په تقابل کې دی چې د تېلو بډایه دغه اسلامي هېواد سږکال له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې کړې دي.

نورو نسبتا بډایه مسلمان هیوادونو لکه متحده عربي امارات، قطر او ترکیه یا هم د افغانستان د بشري مرستو د تمویل کوونکو په لست کې نه دي یا ډیر وروسته پاتې دي.

سږ کال تر اوسه متحده عربي اماراتو د ۲۳ هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د غوښتنې په ځواب کې د څه دپاسه ۳۰۹ میلیونه ډالرو مرستې کړې دي، چې ۱۷۱ میلیونه ډالر یې د ایتوپیا او یوازې ۱،۹ میلیونه ډالر یې افغانستان ته ورکړل شوي دي.

قطر، چې په نړۍ کې ناخالص کورني محصول (GDP) ترټولو لوړه کچه لري، په ۲۰۲۲ کې د ملګرو ملتونو نړیوالې بشردوستانه غوښتنې سیسټم ته څه کم یو میلیون ډالر ورکړي، چې شاوخوا ۵۰۰زره ډالر یې د کیمرون لپاره وو.

کابل - د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر دوهمه

د ۲۰۲۱ په دسمبر کې، په اسلام آباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ په کنفرانس کې د ګډون کوونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د بشري ناورین په غبرګون کې په اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) کې د ځانګړي بشري مرستې د حساب په جوړولو موافقه وکړه.

د اګست په میاشت کې، IsDB اعلان وکړ چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون ته ۵۲۵زره ډالر ورکوي ترڅو په افغانستان کې په بیړنیو بشري فعالیتونو ولګوي.

د د اسلامي همکاریو د سازمان او د اسلامي پراختیایي بانک دواړو ویاندانو دې پوښتنو ته ځواب ونه وایه چې د اګست له میاشتې راهیسې دغه ځانګړي فنډ کوم اضافي تمویل وړاندې کړي دی.

د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سفارتونو ته د امریکاغږ لخوا څو تلیفونونو او بریښنالیکونو ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د بسپنه ورکوونکو جیوپولیټیکي اړیکې

د جورج واشنگټن پوهنتون په نړیوالو چارو کې د ایلیټ سکول د نړیوالو چارو پروفیسوره مریم زیډ ډیلوفر، د امریکاغو ته وویل، "د بشري مرستو زیاتره پلانونه او غوښتنې نه پوره کیږي."

د اوکراین لپاره د ۴.۲۹ میلیارد ډالرو بشري غوښتنه، چې د افغانستان لپاره یواځې د شاوخوا ۲۰۰ ملیون ډالرو څخه وروسته دویمه غوښتنه ده، ۶۸فیصده لازم بودجه یې ترلاسه کړې.

د افغانستان لپاره غوښتنه ۵۵ فیصده نده تمویل شوی چې په هغه کې د مسلمانو بسپنه ورکوونکو هیوادونو لخوا د لویو مرستو نشتوالی د پام وړ دی.

ډیلوفر وویل، "د سیاسي جغرافیې په لحاظ، سعودي عربستان د سپټمبر له ۱۱ راهیسې له طالبانو سره اړیکې پرې کړې، هغوی یې د اسلام په بدنامولو او ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن کړي دي… نو د ملګرو ملتونو د بندیزونو، د امریکا د بندیزونو او د امریکا د قوانینو څخه د سرغړونې په اړه ځینې اندېښنې شته."

په داسې حال کې چې د طالبانو پر مشرانو او بنسټونو بندیزونه لګول شوي، متحده ایالاتو د افغانانو لپاره د بشري مرستو د معافیت وړاندیز کړی دی. امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمنۍ کنګل کړې دي، چې ګواکې د طالبانو واکمنان ښايي دا پیسې د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره وکاروي.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د بشردوستانه غبرګون په سیسټم باندې یو څه نیوکې هم شته چې د خورا عاجل اړتیاو طبقه بندي نه کوي چیرې چې ډیرې مرستې باید انتقال شي.

د ټفټس پوهنتون د سولې د نړیوال بنسټ اجرائیوي رئیس الیکس ډی وال د امریکاغږ ته وویل: "موږ یو داسې سیسټم لرو لکه چې سوالګر د والجومات د دروازې بهر ولاړ وي او عبادت کوونکی دننه ځي او غوره کوي چې کوم سوالګر ته یوه پیسه ورکړي، دوی فکر کوي چې یو سوالګر د نورو څخه ډیر وړ دی."

الکس ډي وال وویل، د ملګرو ملتونو سیسټم په دودیز ډول د لویدیځ بسپنه ورکوونکو لخوا تمویل شوی پداسې حال کې چې مسلمان بسپنه ورکوونکو په انتخابي توګه عمل کړی.

هغه وويل: "دا په بشپړه توګه يوه معامله ده چې د بسپنه ورکوونکي په خوښې پورې اړه لري."

کابل د ۲۰۲۲ د جنورۍ اتمه

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د مرستې د سیسټم شک یواځې په اکثریت میشته مسلمان هیوادونو پورې محدود ندی چې په امنیت شورا کې دایمي څوکۍ نلري. ځواکمنو هېوادونو چین او روسیې چې د امنیت شورا دواړه دایمي غړي دي، هم د ملګرو ملتونو پر سیسټم نیوکه کړې او هغه یې بې اغېزې بللې دی.

د نږدې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې پرمختیايي او بشري فعالیتونه تر ډېره د امریکا او اروپايي هېوادونو په بانکي پشتوانې شوي دي.

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا مشر ټرنر وویل: "پداسې حال کې چې په اوکراین کې جګړه دوام لري او نور بشري کړکیچونه په ټوله نړۍ کې رامینځته کیږي، موږ ممکن بسپنه ورکوونکي کم او لږ لیواله ومومو چې د افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړي، په ځانګړې توګه د ډیرو اوږدمهاله تمویلونکو هیوادونو د داخلي اقتصادي کړکیچونو په پام کې نیولو په وجه."

په نړۍ کې د اټکل شوي ۱.۸ میلیارد مسلمانانو لپاره، افغانستان یوازینی بشري بیړنی حالت ندی چې مرستې ته اړتیا لري. له یمن څخه نیولې تر سوریې تر سومالیا پورې، زیات مسلمان هیوادونه له طبیعي او یا انساني پیښو سره مخ دي چې بیړني بشري غبرګون ته اړتیا لري.

د نیویارک پوهنتون د نړیوالو چارو د مرکز د پروفیسور جینس روډبیک په وینا، ملګري ملتونه او نورې نړیوالې مرستندویه موسسې په لویدیځو هیوادونو کې د هغو هیوادونو په پرتله د مرستو په راټولولو کې ډیر اغیزمن دي چې مدني ټولنې یې محدودې او یا د دولت له خوا کنترولیږي.

روډبیک د امریکاغږ ته وویل، "د غربي هیوادونو لپاره دا آسانه ده چې پانګې چمتو کړي ځکه چې دوی دمخه سازمان شوي زیربناوې لري، نو دوی کولی شي پیسې دې هغوی [سازمان شویو زیربناو] ته ورکړي." هغه زیاته کړه چې د ځینو نړیوالو اسلامي امدادي سازمانونو د شتون سره سره، د هغوی تمویل او د زیربنا سرچینې محدودې دي.

په افغانستان کې د اړتیاوو د غبرګون لپآره د بودیجې کمښت احتمال لري چې هلته بشري کړاوونه نور هم زیات کړي. د راپورونو له مخې ځینو افغانانو د نا امیدۍ له امله د خپل بدن غړي او حتی خپل ماشومان پلورلي دي.