خلیلزاد د افغان سولې په تړوا سیمې او اروپا ته سفر پیل کړی

د افغان سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته پنځم سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر۲۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد سفر د فبروري میاشتې پر لسمه پيل شوی چې د یادې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام ولري.

دغه وزارت زیاته کړې چې نوموړی به په دغه ۱۸ ورځني سفر کې د افغانستان ترڅنګ له بیلجیم، جرمني، ترکیې، قطر او پاکستان څخه لیدنه وکړي.

بیان وايي چې دا سفر د سولې بهیر لپاره د اسانتیاو برابرولو د ټولو هڅو یوه برخه ده چې د امریکا د ملي امنیت ګټې وساتي‌ او د یو «بین الافغاني» ډایلوګ په ترڅ کې ټولې ښکېلې ډلې د خپل هېواد د را تلونکي لپاره لار وټاکي.

زلمي خلیلزاد او طالبانو تېره جنورۍ په قطر کې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې

دا په داسې حال کې ده ښاغلي خلیلزاد په تېره جنورۍ میاشت کې د افغان سولې په تړاو هند، چین، پاکستان، افغانستان او قطر ته سفر وکړ.

ښاغلي خلیلزاد د یاد سفر په ترڅ کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر ټولو اوږدې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې چې ښاغلي خلیلزاد په یادو خبرو کې پر مهمو مسايلو د پرمختګ خبر ورکړ خو زیاته یې کړه چې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

د معلوماماتو له‌مخې اوربند له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ مذاکرات کول او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل هغه لوی مسايل و چې امریکايي پلاوي‌ او په قطر کې د طالبانو د دفتر استازو ورباندې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر۲۲مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې هېواد یې د افغان سولې په اړه د ټولو هڅو څخه ملاتړ کوي، خو زیاته یې کړه چې په دغو خبرو کې باید د اساسي قانون او د افغان امنیتي ځواکونو او خلکو قربانۍ له پامه ونه ایستل شي.

عبدالله عبدالله

هغه وویل:" له دې پرته هېڅ ډول سوله شونې او د وړاندوینې وړ نه ده، د هېواد نظام او اساسي قانون به دوام پیداکوي او هغه څوک چې جګړه بسوي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکوي او که وغواړي چې د افغانستان د اسلامي‌ جمهوري نظام تر سیورې لاندې په سوله کې ژوند وکړي‌، د افغانستان خلک د هغه هر کلی کوي...".

ښاغلي عبدالله یو ځل بیا د سولې هڅو په جریان کې د افغانانو پر یووالي او په سیمه ییز کچه پر ښې همږغۍ ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ په ننګرهار کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې چمتو دی په افغانستان کې طالبانو ته دفتر پرانیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه په سیمه ییز او نړیواله کچه هڅې زیاتې شوي او روانه میاشت روسیه د افغان سولې په تړاو د افغان حکومت د سیاسي مخالیفنو او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د یوې دوه ورځنیې غونډې کوربه وه.