ظریفه غفاري: میدان ښار به سمسور کړم

ظریفه غفاري په آزادې سیالۍ کې ښارواله شوه.

ظریفه غفاري شپږویشت کلنه ده او په اقتصاد کې ماستري لري او پدې هیله ده چې د ولس او دولت په ملاتړ به میدان ښار سمسور کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

ظریفه غفاري

ښاروالې ظریفې غفاري په هند کې د اقتصاد لیسانس او ماستري کړې او د ازادې سیالۍ له لارې د میدان ښار ښارواله شوه.

ظریفه غفاري د افغان ښځو د 'لاس نیوي او پرمختګ' په نوم یو خیریه بنسټ‌ هم لري، په میدان وردګ ولایت کې یي د 'پیغله اف.ایم' په نوم یوه راډیو هم جوړه کړې. هغه مني چې د ښاروالۍ کار به یې ستونزمن وي، خو باور لري چې خلک او چارواکي به یې ملاتړ وکړي.

د میدان وردګ تر څنګ دایکنډي ولایت ته هم یوه افغانه میرمن د ښاروالې په توګه ټاکل شوې ده‫.

ښځو د افغانستان په سیاسي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي

افغانستان، یو له هغو هیوادونو ګڼل کیږي چې د ښځو ژوند پکې ډير تریخ دی. په افغانستان کې ښځې پدې هم اندیښمنې دي چې کیدلې شي د طالبانو سره د حکومت هرډول روغه جوړه کې به د ښځو ترلاسه شوي پرمختګونه بیرته ضایع شي.

په تیره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې ښځو د افغانستان په سیاسي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي، خو د کمزوري امنیت له امله د أفغانستان په محافظه کاره ټولنه کې ښځې اکثره د افراطي ډلو لخوا د مرګ تر کچې تهدیدې شوي دي.