زیلنسکي روسیه 'تروریستي دولت' وباله

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د سه شنبې په روځ جون ۲۸ (چنګاښ اومه) روسیه 'تروریستي حکومت' وباله.

ښاغلي زیلنسکي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د هغه هیواد د کرمینچوک ښار پر یوې لویې مغازې باندې د روسیې د میزایلو د خونړي برید په اړه د تحقیقاتو لپاره یو کمیسیون واستوي. د دوشنبې ورځې په دې برید کې ۱۸ ملکي کسان ووژل شول.

زیلنسکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې له ګډون والو پوښتنه وکړه " ستاسې څخه څوک موافق ندي چې دا ترهګري ده؟" د اوکراین جمهور رئیس وویل، د نړۍ په هره برخه کې هره ډله په هغه شکل چې روسیه په اوکراین کې ملکي خلک وژني، ترهګري ګڼل کیږي.

نوموړي زیاته کړه:" له همدې امله، په کومه اندازه چې مجرمین او جنایت کاره سازمانونه سزا ویني، د دولت په کچه هم کوم چې ترهګر کیږي باید معاف نشي."

زیلنسکي د روسیې د سه شنبې ورځې د هغو څو بریدونو په اړه معلومات ورکړل چې د هغه له وینا څو ساعته مخکې شوي وو. د راپورونو له مخې د اوکراین په جنوبي سرحدي‌ ښار میکولایف او شمال غربي خارکیف کې د روسیې په بریدونو کې حد اقل اته ملکي‌ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي شورا ته د اوکراین د جمهور رئیس ویناوو ته د اجازې د ورکولو له امله اعتراض وکړ او ویې ویل چې زیلنسکي په وروستیو شیبو کې وینا وکړه او دا کار د شورا له غړو سره له سلامشورو پرته شوی دی.

ښاغلي دیمیتري پولییانسکي وویل د زیلنسکي وینا په مادرید کې د ناټو له غونډې مخکې د ملاتړ او له غړو هیوادونو څخه د وسلو د ترلاسه کیدو په هدف وه.

بلخوا د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ ترکیې له ناټو سره د فنلند او سویډن د یوځای کیدو په اړه خپل مخالفت بیرته واخیست. دغو دریو هیوادونو په مادرید کې د ناټو د غونډې په پیل کې یو سند لاسلیک کړل چې د انقرې ملاتړ ښکارندويي کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یو ټویټ په کولو ددغه توافق پخلی کړی دی.