د افغانستان فوټبال ټیم نیپال ته ماتې ورکړه او د جنوبي آسیا د فوټبال په سیالیو کې فاینل ته ووتی. د هیواد په ګوټ ګوټ کې خلګو خوشحالۍ کولې.
محمود کرزی وايي د کرزي د کورنۍ څخه قیوم کرزی انتخاباتو ته درېږي او دا چي د پالیسیوو د نه شتون په خاطر د وروستي انتخاباتي ایتلاف څخه وتلي دي.
ولسمشر اوباما وویل چې وروسته له زیاتو سلامشورو او دقیق غور څخه یې پریکړه کړې چې د سوریې د رژیم د اهدافو پرضد باید نظامي اقدام وشي.
ولسمشر کرزی وايي چې هېواد یې بیړه نلري چې د امریکا د متحده ایالاتو سره دوه اړخیزه امنیتي تړون د اکټوبر تر میاشتې پوري لاس لیک کړي.
د جمعې په ورځ په مصر کې لږ تر لږه ۶ کسه په تازه نښتو کې ووژل شول.د نړۍ بیلابیلو هېوادونو په مصر کې د تشدد د بندېدو غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي د امنیتي قرارداد ځنډول د افغانستان په تاوان ده او ګټه یې د ښمنانو ته رسېږي.
د اسرایل او فلسطین د خبرو پیل هیلې زېږولي چې ګوندي دغه خبرې یو ځای ته ورسېږي او دواړې خواووې د دایمي حل لارې پر لورې حرکت وکړي.
پاکستاني چارواکو افغان سرتیري په دې تورن کړي دي چې د دوي خاورې ته ورننوتلی دي او دوه کلیوال یې وژلي دي. حکومتي او استخباراتي چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۳۰ افغان سرتیري د کرمې په سیمه کې د پاکستان خاورې ته په طالبانو پسي ورننوتلي دي
د مکسیکو په میلیونو وګړي به نن د یکشنبې په ورځ د خپل راتلونکي ولسمشر دپاره رایې ورکړي. سروګانې ښيي چې د پي آر آی یا د بنسټیز انقلاب ګوند کاندید اینریک پینا نایتو د نورو نه مخکي دی.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداي د ناټو په بلنه ددغه تړون په سرمشریزه غونډه کې په شیکاګو کې برخه اخلي. د ناټو عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن وايي چې پاکستان د افغانستان د شخړې په حل کې مهم رول لوبوي.
سوریه بالاخره د دوشنبې په ورځ پارلماني انتخاباتو ته آماده ګي نیسي. ددغه هیواد چارواکي دغه اقدام ته د یو ستر بدلون په سترګه ګوري په داسي حال کې چې د حکومت ضد فعالین بیا دغه اقدام ردوي او وايي چې د حکومت ځپل لا روان دي.
دفرانسې د کورنیو چارو وزیر وايی هغه سړی چي د ٧ کسانو په وژلو تورن دی، هغه دپوليسو په يوه چپاو کي ووژل شو. پوليسو وويل د فرانسي په تولوز ښار کي د وژونکي پیښي دغه تورن شخص د اوږد مقاومت نه وروسته د خپل اپارتمان له کړکۍ څخه ځان راوغورځاوه او ځای پر ځای مړ شو.
د امریکا ولسمشر براک اوباما کوښښ وکړ د امریکا خلکو ته دا وښیي چي په دې هیواد کي اقتصادي پرمختگ راغلی دی او د کارگرانو حال ښه سوی دی. ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه وینا کي تیره میاشت خلکو ته د کارونو د پیداکیدو خبرونه وستایل. هغه په یوه فابریکه کي چي خلکو ته یې کارونه ورکړي دي، وینا وکړه.
که چیري ښاغلی ګیلاني مجرم وګڼل شي نو هم به یې مقام له لاسه ووځي او هم به د بند سره مخامخ شي چې دا کار به د پاکستان پر اوسني ملکي حکومت باندي چې دومره محبوبیت نلري لا فشار زیات کړي او په یوه داسي هیواد کې چې اټمي وسلې لري بې ثباتۍ ته لازیاته لمن ووهي.
پاکستاني طالبانو نن اعلان وکړ چې د پاکستان د پوځ د سرحدي ملېشو هغه 15 تنه غړي ېې وژلي دي کوم چې ېې د افغانستان د پولې سره نژدې تېره مېاشت د ېوې قباېلي سېمې نه تښتولي وو.
په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر وايي چې دا به د پاکستان په تاوان وي چې د افغانستان په هکله د بن په دویم نړیوال کنفرانس کې ګډون ونکړي . دغه نړیوال کنفرانس د دوشنبې په ورځ پیلېږي. هغه دغه خبري د امریکا غږ د افغانستان د برخې سره په مرکه کې کړي دي.
حکومتي ماموران واېې چې نامعلومو ټوپکوالاوو د هغه قراردادي شرکت په دفتر باندې مرگانۍ حمله وکړه چې په هرات کې د ناټو د ځواکونو لپاره کار کوي. په حمله کې د شرکت دوه تنه افغان محافظېن ووژل شول.
د امریکا نیوکو چې ګوني د پاکستان د استخباراتو سازمان یا آی اس آی د یوې خونړۍ او خطرناکې ترهګریزې شبکې سره چې په افغانستان کې حملې کوي، اړیکې لري د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د مخه لار خړې پړې شوي اړیکې زیانمنې کړي دي. په داسي حال کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ بحثونه روان دي ، واشنګټن او اسلام آباد پر چین باندي غږ کړی دی چې په دې برخه کې مرستې ورسره وکړي.
په افغانستان کی نن په زرګونو کسانو د افغانستان د پخوانی جمهور ریْس او د طالبانو سره د سولې د هلوځلو د مشر، برهان الدین ربانی د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ.د ښاغلي رباني په جنازې کې ډیرو زیاتو خلګو ګډون وکړ. د هغه مړی چی د افغانستان په ملی بیرغ کې رانغښتل سوی و، شاووخوا یې ډیر زیات بیروبار جوړ سو.
د تکساس والي ریک پري په دې ورستیو کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ۲۰۱۲ کال د ټولټاکنو دپاره سیالۍ ته راګډ شو او په ډیر لږ وخت کې یې د عامه افکارو په سروې ګانو کې تر ټولو لوړ مقام ترلاسه کړ.
نور پورته کول