د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، د ۱۳۹۲ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ورسره ثبتې شوي دي.
جمهور رئيس کرزي د مشورتي لويې جرګې د پای مراسمو ته وویل چې ددې تړون د تائید سره جوخت امریکايي ځواکونه نور عملیات نه شي کولی.
د مشورتي لويې جرګې پنځوسو ټولو کمیټو له امریکا سره امنیتي تړون تائید کړ او هیڅ یوې کمېټې هم دغه تړون رد نه کړ خو د یو لړ تعدیلاتو غوښتنه یې وکړه .
د مشورتي لويې جرګې رئیس حضرت صبغت الله مجددي وايي، جمهور رئیس کرزی هیڅ حق نه لري چې د جرګې د ځنډولو خبره وکړي.
ولسمشر کرزي د لويې جرګې پرانیستې غونډي ته وویل چې د امنیتي تړون په هکله يې د ګاونډیو په ګډون د نړۍ د سترو او د اسلامي هیوادونو له چارواکو سره سلا مشورې کړي دي.
د مشورتي لويې جرګې د تیاري کمیسیون وايي د حزب اسلامي د پنځلسو ګډونوالو لست ورته سپارل شوی دی او تمه لري چې په جرګه کې به برخه واخلي.
جمهور رئيس حامد کرزي هغه اوازې ردې کړې چې ګواکې په مشورتي لویه جرګه کې به د ټاکنو په ځنډ او اساسي قانون کې په تغییر هم بحثونه وشي.
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ دکابل ښار د حضرت امام محمد باقر په جامع جومات کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کوکنارو د کښت په اړه نوې سروې ښيي چې په ۲۰۱۳ کال کې ۳۶ فیصده کوکنار زیات کرل شوي چې دا کچه په افغانستان کې یو یکارډ ګڼل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرایمو د ادارې یوې سروې ښودلې چې په مخدره موادو د معتادینو شمېر یو اشاریه شپږ ملیونو ته لوړ شوی دی.
له مخدره موادو سره د تېرو لسو کلونود مبارزې ارزونه ښيي چې افغان حکومت له مخدره موادو سره په مبارزه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وايي، په امنیتي تړون کې د امریکايي عساکرو قضائي صلاحیت د امریکا مهمه غوښتنه ده.
په کابل کې د ښځو د فعالانو لاریون د ښار، په واټونو کې د ښځو او انجونو د تګ را تګ په مهال د نارینه وو د ازار او طعنو د دود ختمول وغوښتل.
په افغانستان کې ملګرو ملتونو یو داسې پروګرام پیل کړی چې له مخې به يې بیوسه متهمینو او مظنونینو ته وړیا مدافع وکیلان برابر شي .
ډاکټر انوارالحق احدي چې نوم یې د ټاکنو کمیسیون د جمهوري ریاست د کاندیدانو له لومړني لست نه لرې کړی، د کمیسیون دا پریکړه غیری عادلانه ګڼلې ده.
د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون له په اعلان شوي لست کې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتولومړني لست ته یوازي لسو تنو لاره موندلې ده.
د افغانستان حکومت هڅه کوي چې په پنځو کلونو کې دننه هغه ټولې ښاروالۍ فعالې کړي چې د امنتي یا مالي ستونزو له کبله فعالې نه دي
د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون وايي د احتمالي کاندیدانو د ابتدائي لست د اعلان ځنډ د ټاکنو پروسې ته مشکلات پیدا کوي خو خپله دغه کمیسیون ته د لست ځنډ کوم خنډ ندی.
له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاوو د مشورتي لويې جرګې د تیاریو کمیسیون وايي چې له امریکا سره د امنیتي تړون په هکله لویه جرګه به د عقرب د میاشتې په وروستیو کې دایره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تر اوسه ۱۹۶۷۰۰۰خلکو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د برخې اخېستو په هدف نوي کارتونه اخېستي دي.
نور پورته کول