د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته په بلخ کې یو زیات شمېر کروندګرو د هینجې کرلو ته مخه کړې ده خو یو شمېر له دغو کروندګرو وايي چې که څه هم هېنجه د کوکنارو یو ښه بدیل دی او په بازار کې یې بیې هم لوړې دي، خو هېنجه ځمکې ته تاوان هم لري.
د بلخ په ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د مزارشریف ښار له واټونو او سړکونو څخه یې ۹۵ سلنه په نشه یې توکو روږدې راټول او تداوي کړي دي.
په بلخ کې د پیازو یو شمېر کروندګر وايي، چې په بازار کې ښه تخمونه نه پيدا کېږي؛ نو ځکه په خپله تخمي پیاز کري چې ښه تخمونه ترې واخلي او بیا یې په مارکیټ کې په ګټه وپلوري.
د بلخ ولایت یوشمېر کروندګر خپلو کرنیزو محصولاتو ته د مارکيت له نشتون څخه شکایت لري او وايي چې له دې امله ډېری وختونه خپل لګښتونه هم نشي پوره کولای.
په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، چې په دغه ولایت کې یې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي چې د تیر لمریز کال څخه تر دې مهاله پورې نیول شوي وو، سوځولي دي.
د کابل - مزار شریف پر لویه لاره د سمنګانو په ولایت کې د غزنیګک د سیمې د خټکیو په مشهور بازار کې د خټکیو کروندګر او پلورنکي وايي، چې سږ کال د دوی سېمې ښه خټکي کړي، خو لا هم د بازار او خرڅلاوو له ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته په بلخ ولایت کې یو شمېر هغه کروندګرو، چې مخکې به یې کوکنار کرل، اوس د مرچو کرکیلې ته مخه کړې ده. دا کروندګر وايي مرچ ځکه کري، چې په کرلو یې لږ لګښت کېږي او تر څلورو میاشتو حاصل ورکوي.
د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو، چې د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې بنیډۍ کرلې وې، وايي که څه هم سږ کال د بینډیو حاصلات یو څه کم شوي دي، خو په بازار کې د بینډیو بیې لوړې دي او دوی له خپلو کروندو ښه ګټه ترلاسه کړې ده.
په بلخ کې کروندګر وايي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته په دغه ولایت کې په پراخه کچه هندواڼې کرل شوې دي او دا ددې لامل ګرځېدلي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د هندواڼو بیې را ټېټې شي.
په بلخ کې یو شمېر هغو کروندګرو، چې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز را وروسته د لمرګلي کرلو ته یې مخه کړې ده وايي، چې لمرګلی د کوکنارو ښه بدیل کېدلی شي، ځکه ددغې کښت په کرلو لږ مصرف کېږي خو ګټه یې بیا زیاته ده.
په بلخ کې هغه کروندګر چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې کچالو کرلي دي، وايي سږ کال یې فصل ته اوبه ښې ورسېدې او حاصلات یې د نورو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.
په کندز کې یو شمېر هغه کروندګرو، چې د ژمي په موسم کې د پلاستیک لاندې ددې لپاره هندواڼې کرلې وې، چې په وخت حاصل ته ورسېږي او ښه حاصل وکړي، وايي چې سږ کال یې هندواڼې بارانونو او ږلۍ خرابې کړې دي.
په افغانستان کې د کوکنارو په کرکېلې د طالبانو د حکومت لخوا له بندیز وروسته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د ترکي ناک ونو کرکیلې ته مخه کړې ده.
کندز کې د انګورو یو شمېر بڼوال وايي، چې دوه کاله مخکې د سړې هوا له امله د دوی د انګورو حاصلات زیانمن شوي و او پروسږکال یې هیڅ حاصل نه و اخیستی. ددې ولایت د علي اباد ولسوالۍ کروندګر وايي، خو سږ کال هوا انګورو ته مناسبه وه، له دې امله ددوی ښو حاصلاتو ته په تمه دي.
په بلخ کې کروندګر وايي، که څه هم سږ کال په دغه ولایت کې د شفتالو لپاره هوا مناسبه وه او د نورو کالونو په پرتله یې ښه حاصلات کړي دي، خو بیا هم سږ کال په بازار کې بیې ټیټي شوي دي.
په بلخ کې کروندګر وايي، چې سږ کال د دوی د زردالوانو حاصلات را کم شوي دي او د دوی په وینا، خپل کړي لګښتونه د لږو حاصلاتو له امله بېرته نه شي پوره کولی. د چمتال ولسوالۍ د زردالوانو یو بڼوال، زلمی وايي، چې سږکال یې حاصلات د لمر او ږلۍ له امله خراب شوي دي، او حاصلات نیم په نیمه کم شوي دي.
په بلخ کې یوشمېر کروندګر وايي، د دوی هغه غنم چې د کښت د موسم په لومړیو ورځو کې کرل شوي وو، د وروستنیو غنمو په پرتله یې لږ حاصل ورکړی دی.
په کندز کې یو شمېر هغه کروندګر چې پیاز کرلي دي، وايي سږ کال د پیازو د حاصلاتو په راوتلو سره سم، د پیازو بیې ارزانې شوې دي او له همدې امله له تاوان سره مخ دي. دغه کروندګر غواړي، چې ددوی حاصلاتو ته ښه مارکیټ او د ساتلو لپاره یې سړې خونې جوړي شي ترڅو حاصلات یې په ښه بیه خرڅ شي.
په کندز کې یو شمېر هغه کروندګر چې رومیان یې کرلي دي وايي، حاصل ته د رسېدو په لومړیو ورځو کې په بازار کې د رومیانو بیې ښې وي، خو وروسته بیا ارزانه کېږي.
نور پورته کول