د افغانستان روغتیا وزارتپه پنځو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د شپږو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ ځينو کرونده ګرو چې تېر کال یې تریاک کرلي وو، سږ کال د تریاکو پر ځای د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.
د کندهار اوسېدونکي د دغه ښار په ځینو برخو کې د نشه يي توکو د معتادینو راټولېدو اندېښمن کړي، او وایي چې د کرونا وایروس د خپریدو وېره یې زیاته کړې ده.
په کندهار کې د تریاکو کروندګر وايي که يې نورو زراعتي حاصلاتو ته یې ښه مارکېټ پيدا شي نو د تریاکو له کښت څخه به لاس واخلي.
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي ،ځانګړو افغان ځواکونو د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي مولوي عبدالاحد نیولی دی.
د کندهارامنیتي چارواکي وايي په سرپوزې زندان کې د پوليسو او زندانیانو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.
د کندهارد روغتیا ریاست چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد ولایت کې د کروناویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايې، په دغه ولایت کې د وسله والو په دو ډله ییزو بریدونو کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د داعش ډلې د شپږو غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.
په جنوب کې روغتیايي چارواکې وايې چې د ګوزڼ په یوه پېښه کې ګوزڼ وهلي ماشوم د شدید فلج له کبله مړ شوی.
په کندهار کې د نشه يي توکو یو شمېر کروندګر وايي که د نشه يي توکو په کرلو کې مرسته ورسره وشي او حاصلاتو ته یې بازار پیدا شي، نو هیڅکله به د تریاکو کرلو ته زړه ښه نه کړي.
په کندهار کې د کرونا د پېښو له زیات والي سره ولایتي ادارې پرېکړه کړې چې د چهار شنبې له ورځي څخه به کندهار ښار په مکمل ډول قرنطین کیږي.
له افغانستان سره د چمن - تورخم لویې لارې نن جمعه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې.
د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د توغندي لګیدو په پېښه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د نن دوشنبې سهار راهيسې د چمن ـ سپين بولدک لار د افغان مسافرو پر مخ پرانيستل شول.
د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د تریاکو د حاصلاتو د را ټولولو موسم را رسیدلی او د نېښ وهلو لپاره يې ګڼ نېښګر د کندهار ځینو ولسوالیو او هلمند ته روان دي، تر څو د تریاکو حاصل راغونډ کړي.
په هلمند کې د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې د ښځو په ګډون ۷ تنه ملکي کسان وژل شوي.
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدکې د یو ملکي وګړي په ګډون۱۲ سیمه ییز او دوه ملي پولیس وژل شوي دي.
د هلمند ولایت په موسي کلا ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون اوه کسان وژل شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې څلور پولیس او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نور پورته کول