افغان امنیتي چارواکو د ارزګان - کندهار په لویه لاره د یوشمیر امنیتي پوستو څخه په شاتګ تائید کړی دی.
کونړ کې روغتیایي چارواکي وایي، دوی د دغه ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو درییمه مثبته پیښه ثبت کړې ده.
هلمند کې چارواکي وایي،افغان امنیتي ځواکونو د یو لړعملیاتو وروسته د لښکرګاه او سنګین ترمنځ لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستې ده.
د کندهار سیمه ایز مسئولین وايي، تیره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پنځو سرحدي پولیسو مړي په یوه پوسته کې موندل شوي.
په هلمند کې چارواکي وايي کابل شاوخوا اته سوه پولیس له دندو لېرې کړي دي. دغو پولیسو په مرکز او نورو سیمو کې دندې لرلې.
هلمند کې چارواکي وایي، افغان ځواکونو د وسله والو مخالفانو سره د یوې سختې جګړې وروسته ددغه ولایت د خانشین ولسوالۍ بیرته نیولې ده.
د هلمند په ولایت کې روغتیایي چارواکي وایي، چې ددغه ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې یو پنځه کلن ماشوم پولیو وهلی دی.
په کندهار کې د افغان پوځ یو لوړپوړی جنرال د وسله والو مخالفانو په یو ډله ایز برید کې تیره شپه وژل شوی دی.
چارواکي وایي، نن سهار د کندهار په ارغنداب کې درې سیمه ایزو پولیسو د خپلې پوستې اوه ملګري، چې په خوب ویده وو وژلي او تښتیدلي.
په کندهار کې چارواکي وایي، د پوليو د واکسین هغه دوه کارکوونکي چې وسله والو اوړمه ورځ تښتولي وو، د چارشنبې په سهار بیرته خوشې شوي.
چارواکي وایي، وسلهوالو طالبانو تیره ورځ د پولیو دوه واکسیناتوران د ډیورنډ کرښې ته نږدې د کندهار په ریګستان ولسوالۍ کې یرغمل کړي.
د دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې یې د طالبانو له یو بل زندان څخه ۱۶ بندیان تیره شپه ازاد کړي دي.
هلمند کې چارواکي وایي چې نن سهار د بهرنیو ځواکونو یو هلیکوپټر د نادعلي ولسوالۍ د شنې جامع په سیمه کې یوې پیښې سره مخ شوی.
چارواکي وایي، افغان ځواکونه د هلمند د خانشین ولسوالۍ له مرکز څخه د نرګیټ سیمې ته په شا شوي او ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې.
چارواکي وایي د هلمند په ګرشګ کې د ډله ییز برید وروستی کس هم وژل شوی او نږدې ۴۸ ساعته وړاندې پیل شوې جګړه پای ته رسیدلې.
د ګرشک پر ولسوالۍ ډله ييز ځان وژونکی برید د ۱۰ برید کوونکو له وژنې وروسته پای ته ورسید. په برید کې ۳ افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي.
د ارزګان په ولایت کې امنیتي چارواکو د دغه ولایت د سراب ولسوالۍ څخه د افغان امنیتي ځواکونو ایستل امریکا غږ اشنا راډیو ته تایید کړي دي.
پاکستاني سرحدي ځواکونو د سپین بولدک – چمن سرحدي بندر د څلورو ورځو تړلو وروسته نن سهار بیرته د خلکو پرمخ پرانیسته.
چارواکي وایي،افغان ځانګړو ځواکونو تیره شپه په هلمند کې د وسله والو مخالفانو له یوه زندان څخه ۳۵ تنه چې ښځې او ماشومان هم په شامل دي ازاد کړي.
نور پورته کول