د کندهار امنیتي چارواکي وايي له اوږده ځنډ او تخنیکي ستونزو وروسته یې نن په کندهار کې د پولیسو د کموالي ستونزه هم حل کړه.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نن سهار د کندهار – هلمند په لویه لاره د میوند په ولسوالۍ کې د ماین له چاودنې روغ راوتلی دی.
په هلمند کې چارواکي وايي د افغان پوځ د یوه مرکز مخې ته ننني ځانمرګي کې څلور پولیس او یو سرتېری وژل شوي دي.
د کندهار ولایتي چارواکي وایي چې د روان عیسوي کال د پولیو لومړۍ پیښه یې د دغه ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې ثبت کړې ده.
ولسمشر غني په کندهار کې له مشرانو سره په کتنه کې ددې ولایت امنیت ستایلی او ویلي یې دي چې د خلکو ۹۰٪ غوښتنې اقتصادي بڼه لري.
چارواکي وايي د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېمې لوا قوماندان جنرال آګاه تیره شپه هغه مهال ووژل شو، چې د سپرلۍ موټر یې پر ماین برابر شو.
د ارزګان سیمه ایز چارواکي وایي، ددغه ولایت د دهراود ولسوالۍ کې د لویې لارې د اوو امنیتي پوستو ۸۰ پولسیو خپلې دندې پريښي او له سیمې تللي.
په هلمند کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په یو برید کې څلور ماین پاکوونکي وژلي دي.
تیر کال کي د کندهار په غورک ، شاه ولي کوټ ، ارغستان او ځینو نور سیمو کې د نا امنیو له کبله ماشومان د واکسین نه پاتې وو
د چنارتو ولسوال وایي، د پیښې له ځایه یو پولیس لادرکه شوی چې ښايي دغه پولیس به د خپلو همکارانو په وژنه کې له طالبانو سره مرسته کړې وي.
چارواکي وایي نن ۱:۳۰ بجې پنځه بردیګرو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د پولیسو په یو مرکز برید کړې و، چې د بریدګړو په وژلو پای ته ورسید.
چارواکي وایي، د هلمند د ګرشک د ولسوالۍ د سقوط هڅه یې شنډه کړې او تیره شپه یې په یوه سخته جګړه کې ۱۹ مخالف وسله وال وژلي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايې چې تیره ورځ مادزیګر ددې ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یو رضاکار واکسین کوونکی وژل شوی دی.
د هلمند چارواکي وایي، تیره شپه طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په پوستو بریدونه پیل کړي چې په ترڅ کې یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهارولایت کې روغتیايي مسئولین وايي چې په ځینو سیمو کې به د ښځینه رضا کارانو په ځای نارینه رضا کاران په دندو وګماري
په هلمند کې د افغان پوځ یو چارواکی وايي، چې د طالبانو لخوا ددغه ولایت د نیولو پلان یې د شپنیو عملیاتو پر مټ شنډ کړی دی.
په هلمند کې چارواکي وايي چې د دې ولایت دمارجې په ولسوالۍ کې په روانو نښتو کې یې ۴۳ مخالف وسله وال وژلي او ۲۵ نور يې ټپیان کړي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې د نشه يي توکو سلګونه قاچاق کوونکي يې نیولي چې یو شمېر یې امنیتي مسولین دي.
ولسمشر غني د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د زندان ماتول او د لسګونو افغانانو خوشې کول، د افغان ځواکونه مېړانه وبلله.
چارواکي وایي، نن پر۱۱ بجو د کندهار په ښارکې د پولیو ضد واکسین په دوه ښځینه واکسیناتورانو ډزې شوي، یوه یې وژل شوې او بله یې ټپې شوې.
نور پورته کول