د زابل ولایتي چارواکي وایي،په دغه ولایت کې نن د افغان پوځ د یوه هلیکوپتر د پریوتو په پیښه کې د هلیکوپتر د عملې په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د کندهار د ولایتي شورا د ځینو په ګډون سلګونو لاریون کوونکو د طالبانو د نوي مشر ملا منصور هغه پیغام وغنده چې جنګ به روان ساتي.
د هلمند نامتو دیني عالم مولوي مهر دل وايي چې یو شمیر محدود کسان چاته د امیرالمومنین خطاب نشي ورکولی.
د بدخشان په دریو ولسوالیو کې له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د مخالفو وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه کې ۲۱ تنه مخالفین وژل شوي دي.
د عامې روغتیا مسولین اند ېښنه لري،که چېرې د پولیو واکسین کمپیاین بیا پيل نشي،پدې ګرم موسم کې ممکن دپولیو پېښي زیاتې شي .
امنیتي چارواکي وایي د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې یو ماین پاکوونکی وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي.
کندهارکې امنیتي چارواکي وایي د اوو میاشتو تړل کیدو وروسته یې د کندهار غورک د ولسوالۍ لاره تیره شپه بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستې ده.
د افغانستان د ملي یوالي د حکومت اجرایي ریس هلمند ته تللی چې له ځايي چارواکو او خلکو سره پر امنیتي حالاتو خبرې وکړي.
په افغانستان کې ځانمرګو بریدونو او ځینو نورو امنیتي پېښو لږ تر لږه درې ولسي خلک ووژل او څه باندې ۸۰ تنه نور یې ژوبل کړي دي.
په په پام کې وه چې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی وای خو وسله والو مخالفینو یې مخه نیولې
د هلمند ولایت روغتیایي چارواکي وايي چې له نا امنو سیمو پرتهد دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د پوليو واکسين اوومه دوره هم بشپړه شوه
د افغانستان او پاکستان سیمه ایزو چارواکو یوه روغتیايي ډله ګمارلې چې د دواړو هیوادونو د سرحد تر مینځ د پولیو نپر ضد مبارزه وکړي
په فراه ولایت کې د پولیو یوه تازه پېښه تثبیت شوې چې دا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ددغه ساري ناورغۍ درېمه پېښه ګڼل کیږي
د زابل ولایت روغتیايي مقامات وايي چې د ډیورنډ پولې په اوږدو کې يې د ګوزڼ پرضد د واکسین عملي کولو ته خپله پاملرنه زیاته کړې
ولسمشر غني نن کندهار ته د یو سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د پاکستان د استخباراتو ادارې سره تفاهم لیک لاسلیک شوی نه دی.
اروزګان کې چارواکي وایي، مخالفو وسله والو ددغه ولایت د ګیزاب په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره د جکړې وروسته۱۲ پوستې نیولي دي.
امنیتي چارواکي وایي چې د کندهار د غورک په ولسوالۍ یې د سلگونو مخالفو وسله والو ډله ییز برید په شا تمبولی دی.
د کندهار په دارالمعلمین کې د ځانمرګو بریدکوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وروسته له ۱۸ ساعتونو د ځانمرگو په وژل کیدو پای ته ورسیده.
د زابل د ولایتي شورا چارواکي وایي چې ددغې شورا په ودانۍ په ننني برید کې د ۱۷ ښځو په ګډون ۷۳ تنه چې اکثریت ملکیان دي ټپیان شوي دي.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د شهید حساس ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد اسمعیل نن د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
نور پورته کول