د ارزګان چارواکي وایي، د تیرو ۳ ورځو راهیسې په پنځو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ټاکل شوې چې د امریکا په مالي مرستې پ د کندهار په طب پوهنځي کې په لومړي ځل د ماسترۍ پروګرام پیل شي.
سلګونو وسلهوالو نن سهار د خاص ارزګان په ولسوالۍ برید کړی، چې د چارواکو په وینا ۵ مخالف وسله وال او ۲ پولیس په جگړه کې وژل شوي.
د هلمند مقامات وایي د دیني علماو پر یوه غونډه باندې په ځانمرگو بریدونو کې د محلي پولیسو د یو قوماندان په گډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان وايي د ۳۱ تښتول شویو مسافرو له ډلې نه یې ۱۹ تنه نن ازاد کړل شول.
په کندهار کي د ملي امنیت پر منتظره قطعې ډله اییز ځانمرګي برید کې د یو چارواکي په خبره د ملي امنیت درې کارکوونکي او درې بریدګر وژل شوي.
طالبانو په اروزګان کي د ثبات په نامه پروگرام ۳ تنه کارکوونکي وژلي او په زابل کې په دولتي عملیاتو کې د ٢٨ یاغیانو د وژنې خبر ورکړل شوی دی.
د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست ګلاب خان تیرماسختن د ترینکوټ ښار کې له خپل یوه ملګري سره ووژل شو.
د دهلې له بند څخه د کندهار د اوو ولسوالیو ځمکې خړوبیږي، خو یواځې شپږ میاشتې کروندگرو ته اوبه ورکولای شي.
د اروزګان ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت امنیه قوماندان مطیع الله خان په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې تیره شپه وژل شوی دی.
په هلمند کې نن شاوخوا یولس بجې له چاودیدونکو توکو یو ډک مازدا موټر د ولایت د ودانۍ مخ ته وچول شو.
د امریکا د پراختیايي ادارې په مالي مرسته په کندهار کې یوه زراعتي پروژه پیل شوه چې ښځو ته د مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې روزنې ورکړي.
د زابل ولایتي چارواکي وایي چې په ولایت کې د یرغمل شویو دیرشو مسافرو د خلاصون لپاره نن عملیات پیل شوي دي.
د زابل والایت والي وايي، نامعلومو کسانو له ایران نه راستانه شوي دیرش تنه افغانان برمته کړي، خو د هغوی د لټون او خلاصون دپاره کوششونه روان دي.
تر سلو زیات کسان د شمولیت د اسنادو د نلرلو له کبله د پولیسو له لیکو ایستل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د داعش مشر یې وژلی خو د هلمند چارواکي وايي هغه ژوندی خو ژوبل شوی دی.
په هلمند کې چارواکي وايي یو ځانمرګي د پولیسو پر اکمالاتي کاروان برید وکړ لږ تر لږه څلور پولیس او یو ماشوم یې ووژل او شپږ نور یې ژوبل کړل.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مشران وایي له هغې راهیسي چې د پاکستاني پوځیانو سره یې غونډه کړې د پاکستان له خاورې پر دوي برید ندی شوی.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې تیره شپه د طالبانو د یوې ډلې او د هغوی په ضد د ځايي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته شوې ده.
کندهار کې چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال له یوې چاودنې روغ راوتلی دی.
نور پورته کول