چارواکي وايي، طالبانو د کندهار پوهنتون ۳۳ محصلین او استادان چې لس ورځې وړاندې یې په غزني کې برمته کړي وو، تیره شپه خوشې کړل.
د کندهار د برېښنا شرکت مامورین وايي د افغانانو په شتون سره د کجکي د دریم توربین د ځای پر ځای کولو د پروژې کار گړندی شوی دی.
د هلمند د ګرشک د ولسوالۍ په ودانۍ وسله والو مخالفینو ډله ایز برید کړی دی او ددغې ولسوالۍ یو ملکي مامور او دوه پولیس یې وژلي دي.
د کندهار په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي په دغه ولایت کې د ایساف د یو هلیکوپتر د راغورځېدو په پېښه کې یو نړیوال عسکر وژل شوی دی.
د افغانستان د کندهار ولایت خبریالان غواړي چي دوی ته د شویو ګواښونو په اړه دې د خپاره شويو معلوماتو سپیناوی وشي.
افغان چارواکي وایي د پنجشنبې په ورځ پاکستاني سرحدي ځواکونو د کندهار ولایت په سرحدي پوستو باندې په برید کې یو افغان پولیس وژلی دی.
پاکستان پولې ته نژدې د کندهار په سپین بولدګ ولسوالۍ کې پر افغان پولیسو ډله اییزو ځانمرګي برېدونو کې درې پولیس وژلي دي.
نن په کندهار کې یو ځانمرګي د یوه کلنک مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر الوزولې چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نشه يي توکو کروندګر وايي که يې اقتصادي ستونزې حل نشي نو حاضر دي چې د خپل سر په بیه هم د نشه يي توکو کښت ته دوام ورکړي.
په زابل ولایت کې چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې وسله والو طالبانو د نوبهار ولسوالۍ پر پولیسو برېد کړی اووه تنه یې ژوندي نیولي او یو یې وژلی دی
په کندهار کې چارواکو امریکا غږ ته ويلي چې د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې یو افغان پولیس د خپلو پنځو همکارانو د وژلو لپاره له طالبانو سره مرسته کړې.
نن جمعه (۱۸-۰۴-۲۰۱۴) په زابل ولایت کې د ګڼو ولایتونو او برې پښتونخوا لسګونو فرهنګیانو، شاعرانو او مینوالو د بادام ګل کلنۍ مشاعره وکړه
په جنوبي ولایت زابل کي یوې ځان وژونکي حملې د ایساف یو سرتیری وژلی او ۳ تنه نور يې ټپیان کړي. ځان وژونکې حمله د زابل په ښهر صفا ولسوالۍ کي رامنځ ته شوې.
د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله په ملاتړ او د ارغنداب ولسوالۍ په سر کاري باغ کي بیا د ډاکتر زلمي رسول په ملاتړ غونډې وشوې .
افغان حکومت په خپل لګښت د جنوب لپاره د ۴ کالو په موده کي د یوه ستر روغتون د جوړیدو پروژه د شنبې په ورځ پیل کړه. دغه روغتون به ټولې جنوبي سیمې ته آسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې لسګونه پولیسې پر دندو وګمارل شوې چې د رایي اچونې پر ورځ له مېرمنو سره مرسته او هغوی ته زمینې برابرې کړي
په جنوبي ولایت کندهار کې پولیس وايي هغه ځانمرګی یې وژلی چې غوښتل یې د هند کونسلګرۍ شاوخوا سیمه کې برید وکړي
د هلمند ولایت چارواکي اندېښنه لري چې ښايي له دې پېښې وروسته د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ګوزڼ ضد کمپاین و ځنډول شي
د افغانستان په جنوب کي د ۳ ولایتونو لپاره په سل ګونو نوي روزل شوي پوليس په دنده وګمارل شوي دي . دوي به د را روانو ټولټاکنو د امنیت په خوندي ساتلو کي ګټور ګامونه واخلي.
ولسمشر حامد کرزی کندهار ته تللی او پدغه ولایت کي يې د هند له خارجه وزیر سلمان خورشید سره په ګډه د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانیستی.
نور پورته کول