د افغانستان حکومت هیله ښودلې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې شوي پرمختګونه د دواړو خواو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیکولو لامل شي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، چې د جنوبي آسیا هیوادونو مشران پر ماشومانو د جنسي تیري له قُربانیانو او د هغوی کورنیو څخه د قانوني او رواني ملاتړ په برخه کې پاتې راغلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، تېر میلادي کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي او یا تخریب شوي دي.
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د مونیخ په شپږ پنځوسم نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۱۳مه (سلواغې ۲۴مه) جرمني ته تللی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو تازه راپور ښيي چې اکثره معلولیت لرونکي افغانان خپلو لومړنیو بشري حقونو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو درېیو اونیو کې د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې اته ماشومان د موسمي ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې د پولیسو په رهبرۍ کې د ځوانو قوماندانانو په ګومارلو سره، د اعاشې د پیسو او په جګړه کې د مهماتو د بېځایه مصرفولو مخنیوی شوی دی.
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.
د افغانستان دفاع وزارت د امریکايي او ناټو عسکرو د وتلو په غبرګون کې وايي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریزم په وړاندې د مبارزې او د خلکو د امنیت ساتلو ظرفیت لري.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۰ زره او ۹۰۰ شرکتونو په افغانستان سوداګریز فعالیت پیل کړی دی.
اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د یو شمېر دولتي ادارو د همکارۍ د کموالي په اړه د ۳۰ رسنیو له اعتراض یوه ورځ وروسته د افغانستان د شفافیت د څار ادارې افغان حکومت د قانون په تطبیق کې پر ناغېړۍ تورن کړ.
د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوهان پر افغانستان باندې د امریکا او ایران د کړکېچ د اغیزو په اړه بېلابېل نظرونه لري خو وايي، چې واشنګټن او تهران په افغانستان کې یو لړ ګډې منافع لري.
په داسې حال کې چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو پر فیصلو باندې د زرګونو ثبت شویو استینافي اعتراضونو د څیړلو کار دوام لري، د امریکا سفارت د انتخاباتي کمېسیونونو په چارو کې پر همغږۍ او شفافیت ټینګار کړی دی.
د افغانستان د مالیې وزارت په پام کې لري، چې له بایومتریک سیستم څخه په استفادې د ټولو هغو تقاعد شويو مامورینو هویت بیا تثبیت کړي، چې له دغه وزارت سره په رسمي ډول ثبت دي.
د افغانستان د جنګ او سولې د مطالعاتو انستیتیوت یوه تازه سروې ښيي، چې اکثره افغانان د سیاسي توافق له لارې د دغه هیواد د شخړې پر حل او د جمهوري نظام پر دوام توافق لري.
د نړیوال شفافیت سازمان د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د فساد په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې یې افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د لسو مفسدو هیوادونو په ډله کې ځای لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې سروې موندنې ښيي، چې افغانان د ځینو خوراکي موادو په مصرفولو کې افراط کوي او یو شمیر نور غذایي مواد بیا له ټاکل شوي طبي معیار څخه لږ خوري.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د افغان سولې له بهیر څخه د نړیوال ملاتړ ډلې د رامنځ ته کولو لپاره، په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتانو سره خبرې دوام لري.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې په دېرشو ولایتونو کې عامو افغانانو له دغه وزارت سره څه باندې ۷۷۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
افغان حکومت او خصوصي سکتور د ګازو بیه، چې په دې وروستیو کې په بېساري ډول پورته شوې، د بېرته راټیټولو هڅې پیل کړي دي.
نور پورته کول