د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قُریشي وايي، چې طالبانو د امریکا له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو وړاندیز لپاره چمتوالی ښودلی دی.
افغان حکومت د برتانیې له هغې غوښتنې، چې افغانستان دې د"رسنیو له آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال ایتلاف" کې ګډون وکړي، هرکلی کړی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې اوربند د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت طرح ده او په دې بهیر کې د تاوتریخوالي کمول عملي بڼه نه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې افغان او آیرلندۍ کرکټ ملي لوبډلې به، د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د درېیو شل اوریزو لوبو د لړۍ ترسره کولو لپاره د سیالیو ډګر ته ووځي.
د اسوشیتید پریس د خبري آژانس د راپور په اساس د عمان د پاچا سلطان قابوس له مړینې وروسته هیثم بن طارق د عمان د پاچا په توګه وټاکل شو.
د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې له امریکايي او برتانیایي دپلوماتانو سره په لیدنه کې ویلي، چې "په سولهییزه توګه د مسایلو حل" د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په ګټه دی.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، چې د انتخاباتو د مهالویش په اساس راتلونکې دوشنبه د شکایتونو د څیړلو لپاره ټاکل شوې قانوني موده پای ته رسېږي.
د ناټو سکرټر جنرال ینس ستولتنبرګ د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې کابل ته خپل سفر ځنډولی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو د جنوري په اتمه (مرغومي ۱۸مه) په کابل کې د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو د هوايي ځواکونو یوه MI-35 ډوله هلیکوپتر د تخنیکي ستونزو له امله د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې لویدلی دی.
د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره وايي، چې د لس میلیارده نوي بانکنوټونو د چاپولو پروژې د داوطلبۍ چارې بشپړې شوي دي او د یو پولنډی شرکت د دغه بهیر ګټونکی پیژندل شوی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا ۵زره او ۳۰۰ ټڼه سوداګریز توکي صادر کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د قاسم سلیماني د وژلو اقدام د امریکا "ګستاخي" وبلله او ګواښ یې وکړ، چې متحده ایالات به په قاطع او حتمي توګه د دې کار ځواب ترلاسه کړي.
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د ولسي پاڅونکوونکو یو قوماندان، چې د جمعیت اسلامي ګوند او د دولت جوړونکي انتخاباتي ډلې ملاتړی هم و له څلورو ملګرو سره تېره شپه په کابل کې وژلي دي.
ایران د خپل اټومي پروګرام په تړاو د ۲۰۱۵ کال له نړیوال تړون (JCPA) څخه د وتلو اعلان کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون، د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه ثبت شوي شکایتونه په درېیو برخو ویشلي، چې په کې ۳۲۷۲ شکایتونه انتخاباتي جرمونه پيژندل شوي دي.
د ایراني چارواکو له خوا د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو له خبرداري وروسته، د امریکا جمهور رئیس ویلي که ایران پر امریکایانو او یا د امریکا پر ګټو برید وکړي، نو واشنګټن به د ایران ۵۲ مهم ځایونه په نښه کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست په کابل کې د امریکا د سفیر وروستیو څرګندونو ته چې له انتخاباتو وروسته یې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی ویلي، چې د دغه هیواد اساسي قانون په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون او د رایو کچه نه ده مشخصه کړې.
د حاجي یونس په نوم یو ۵۵ کلن افغان په خپل دوه میلیونه افغانیو د دایکندي د پاتو ولسوالۍ په قولزین کلي کې یو ښوونځی جوړ کړی دی.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دغه هیواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې میلیونونه افغان ماشومان له جدي ګواښونو او مختلفو ټولنیزو زیانونو سره مخامخ دي.
نور پورته کول