د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" د انتخاباتي ډلې پلویانو، د انتخاباتو کمېسیون د اقداماتو په غبرګون، چې دوی یې "سازمان شوې درغلۍ" یادوي، په تخار او فاریاب ولایتونو کې لاریون کړی.
د سرپل ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغه ولایت د صیاد ولسوال پر کور د طالبانو د برید په نتیجه کې دوه غیرنظامیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل د نهمې امنیتي حوزې په یکهتوت سیمه کې د ناپیژندو وسلهوالو په ډزو کې دوه امنیتي منسوبین وژل شوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر اوه زره ۲۰۰ اټکل کړی دی، خو دغه وزارات دوه زره او ۸۸۳ تنه ناروغان ثبت کړي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له دوو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره یې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړون فسخ کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره دغه ولسوالۍ د طالبانو له حضور څخه په بشپړ ډول پاکه کړې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په هغو دولتي ادارو کې چې تر ټولو زیات مصارف لري د سپما د پروګرام په عملي کولو سره، د دفاعي او امنیتي سکتور په بودجه کې ۳۲۴ میلیون ډالره کموالی راغلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت لومړي مرستیال ادیب فهیم، د "شخصي معاذیرو" له کبله له خپلې دندې استعفی ورکړې ده.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو یو شمیر کاندیدانو د انتخاباتو د 'بحراني کېدو' په اړه اندېښنه ښودلې او د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې په بهیر کې یې پر شفافیت ټینګار کړی دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله په روان میلادي کال کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو په بېرته ستنېدلو کې ۳۳ فیصده کموالی راغلی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر، له دوو بهرنیو استادانو سره د درېیو لوړپوړو طالب بندیانو د تبادلې په 'ناکامه کېدو کې طالبان ګرم ګڼي' او وايي، ممکن دا دوه استادان نور ژوندي نه وي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په عراق کې د اعتراضونو پر دوام له ټولو شیعه زیارتکوونکو څخه غوښتي، چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په ایران کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه هیواد په زاهدان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴تنه افغانان مړه شويدي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، له دوو بهرنیو استادانو سره د طالبانو د ډلې د درېیو مهمو غړو د تبادلې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې مسولین وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره یې په ولایتونو کې اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو او نقدو پیسو د مرستو انتقالول پیل کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه رد کړل، چې د افغان حکومت یو پلاوي په بهر کې له طالبانو سره د سولې پټې خبرې کړي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست وايي، چې د افغان حکومت په رهبرۍ به یو کوچنی خو ټولشموله پلاوی د چین په بینالافغاني غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې د دغې ادارې د قانوني پرېکړو په اساس د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون باید په مشخص شویو محلونو کې له ځنډ پرته د رایو بیا شمیرل پیل کړي.
د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره (SIGAR) وايي، چې افغان حکومت د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ معیارونو پوره کولو کې پرمختګونه کړي دي، خو لا هم په دې برخه کې جدي ننګونې په خپل ځای پاتې دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په تېرو درېو میاشتو کې د افغانستان په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې اته مستندې قضیې ثبت شوې دي.
نور پورته کول