د افغانستان د شفافیت د څار اداره په دغه قانون کې د بیا اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار کوي
افغان حکومت له یو تُرکي شرکت سره، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د مزي انتقالولو پروژې (تاپ) هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د پروان سیمهییز چارواکي وايي، چې وسلهوالو طالبانو په دغه ولایت کې څلور تنو ته په صحرايي محکمه کې سزا ورکړې او وژلي یې دي.
یوناما د افغانستان په پارلماني انتخاباتو کې د تاوتریخوالي د پیښو په اړه په یو ځانګړي ریپوټ کې ویلي، چې په دغو انتخاباتو کې ۵۶ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۷۹ نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې د ۱۳۹۷ کال له پیل څخه تر دې مهاله، سلګونو افغانانو د تابعیت د پریښودلو درخواستونه کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژلو په اړه ددوی تحقیقات ښيي، چې دا د "څوو طالبانو کار نه دی، بلکې بهرني استخبارات" په دې قضیه کې لاس لري.
د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، د دې هیواد له نړیوالو همکارانو څخه غوښتي، چې پر خبریالانو باندې د تروریستي ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره دې، پر دغو ډلو او ملاتړو یې فشار راوړي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې (سي پي اې جي) په خپل میاشتني ریپوټ کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۲۷۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي د
په فراه ولایت کې د افغان پوځ یوې هلیکوپټرې سقوط کړی، چې په کې د دولت د یو شمیر ملکي او پوځي چارواکو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.
یونیسف وايي، چې د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي د نشتوالي له امله، نجونې د میاشتني عادت پر مهال ښوونځیو ته نه ځي.
د دایکندي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو د ارزګان ولایت د چهارچینې بازار په سیمه کې ۳۶ تنه برمته کړي مسافر، پرون ماښام بیرته خوشې کړي دي.
د کابل پولیس وايي، چې نن سهار (لړم/عقرب ۷) شاوخوا اته بجې د ښار په نهمه ناحیه کې د ځانمرګي برید له امله یو پولیس وژل شوی او شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل ټیلیکام شرکت په اخیستلو سره، د مخابراتو په سکتور کې ۳۰۰ میليون ډالره پانګونه کوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چهارشنبې په ورځ (لړم/عقرب ۲) د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د رایو د ډلبندۍ او د ابتدايي نتایجو د لست چمتو کولو لپاره یو ځانګړی مرکز پرانیست.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د سېشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه، ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، چې د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو له خوا د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژنې آوازې د افغانستان په زیان او د "دښمن ژرندې ته د اوبو سمولو" په معنی دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د افغانستان په کچه په ۸۰ فیصده مرکزونو کې رایې شمیرل شوي او هممهاله له ولایتونو څخه کابل ته د حساسو انتخاباتي موادو او د رایې د صندوقونو انتقال پیل شوی دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د ۲۲ ولایتونو په یو شمیر مرکزونو کې، چې د تلې په ۲۸مه په ځنډ پرانیستل شوي او یا تړلي پاتې وو، نن د یکشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۹) په کې د ولسي جرګې انتخابات کیږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په هغو مرکزونو کې، چې نن د (تلې/میزان ۲۸) تړلي پاتې وو، د یکشنبې په ورځ تلې ۲۹مه، انتخابات کیږي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون، د پارلماني انتخاباتو لپاره د نوماندانو له وروستي لست څخه د اوو نورو کاندیدانو نومونه حذف کړي دي.
نور پورته کول