د میدان وردک ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه پر دایمیرداد ولسوالۍ باندې د دولت د وسلهوالو مخالفینو د ډلهییز برید په نتیجه کې، د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان ساتنمن سید یونس حُسیني له لسو امنیتي سرتیرو سره وژل شوی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره دې، دغه ښار په څلورو امنیتي زونونو وویشي.
د دوو افغان خبریالانو جنازې، چې تیره شپه د کابل ښار په لویدیځ کې د چاودنې له امله ووژل شول، نن خاورو ته وسپارل شول.
د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو کابل ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره په بیړني ډول د نړیوالو د ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې ۱۱ غړي نیولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې د جګړو له امله څه باندې ۲۰۰زره افغانان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه ریپوټ کې ویلي، چې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو له سل زرو زیات افغان ماشومان بیړني ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قُریشي سره، په ننګرهار ولایت کې د پاکستان د کونسلګرۍ د بیا پرانیستلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال محمد سلیمان کاکړ له خپل مقام څخه استعفی ورکړې او خپل استعفیلیک یې د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړی دی.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومانداني د یکشنبې په ورځ (وږي ۱۱) د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول له جنرال جان نکلسن څخه ډګرجنرال آستن سکاټ میلر ته وسپارل شوه.
د افغانستان د مسکراتو اونشه یي توکو پر ضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز وايي، چې په تیرو اوو ورځو کې کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو د قاچاق د ۲۰ فضیو په تړاو ۲۸ تنو ته د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې په کابل ښار کې یې د داعش اړوند یوه څلور کسیزه شبکه نیولې ده.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، په شمالي ولایتونو کې د داعش د تمویل او تجهیز په اړه د مسکو د ادعاو په غبرګون کې وایي، چې په دې اړه خپور شوي معلومات بېاساسه دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځنګل کلي سیمه کې تېره شپه د هوایي بریدونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر سعد ارهابي د لس نورو مهمو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
د افغانستان د امنیتي ارګانونو مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني ته خپلې استعفاوې وړاندې کړي، چې د ښاغلي غني له خوا منل شوي نه دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د زمري میاشتې په ترڅ کې ۳۵۹ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې له شاوخوا دوه اونیو وروسته د دغه کمیسیون دروازه بیرته پرانیستل شوه.
په بامیان کې د بایسکل ځغلولو یوې اماتورې لوبډلې د۳۱۰کیلو متره واټن په وهلو سره د سولې لپاره د بایسکل د ځغلولو سیالۍ ترسره کړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په درشل کې، د کانګو ناروغۍ یا د وینې بهوونکې تبې خپریدو ته په اشارې وايي، په روان کال کې تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۳۴ تنو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.
نور پورته کول