د غور امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار د هرات – غور پر لویه لاره ناپیژندو وسلهوالو درې مسافر په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي،که پاکستان د ستونزو له جوړولو څخه لاس وانخلي، له دغه هیواد سره به سوداګري بنده کړي.
د فراه ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د وسلهوالو طالبانو یو مهم قوماندان له خپلو ۳۷ کسانو سره د دغه ولایت د پشت رود ولسوالۍ په "تینک" کلي کې وژل شوي دي.
د ټاکنو کمیسیون وايي په راتلونکو ورځو کې به په دې پروسه کې د خلکو ګډون زیات شي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان کومانډو ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د وسلهوالو طالبانو د مخدره موادو یو مرکز له منځه وړی دی.
د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکي وايي، چې د دغه شرکت تخنیکي ډلې ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې، چې په بغلان ولایت کې د بریښنا تخریب شوې ستنه بیا ورغوي.
د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوملیکنې لړۍ د شنبې په ورځ (اپریل ۱۴) په ټول افغانستان کې پیل شوه.
تیره شپه وسلهوالو طالبانو د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې، چې له امله یې د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.
د طالبانو یو پخوانی چارواکی وایي چې د پاکستان حکومت د طالبانو مشران خبرو ته د حاضرولو په خاطر بندي کړي خو حکومت وایي پاکستان لا هم په طالبانو فشار ندی راوړی.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې د کابل د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه بهرنیو هیوادونو ته د مخدره موادو د قاچاقبرانو د نیول کیدو په قضیو کې بېساری زیاتوالی راغلی دی.
د ترکیې لومړي وزیر په کابل کې له ولسمشر غني او اجرایي رئیس عبدالله سره پر سولې او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.
د جوزجان ولایتي چارواکي وايي، چې د داعش ډلې یو مهم قوماندان قاري حکمتالله تیره ورځ له خپل یو ملګري سره د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې ویلي، چې د دغه ریاست ځانګړو قطعاتو د ملي اردو ځواکونو په همکارۍ، په هلمند ولایت کې د وسلهوالو طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی او د دغې ډلې څلور تنه یې نیولي دي.
د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د افغان حکومت په رسمي بلنه سبا د جمعې په ورځ کابل ته سفر کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو د روان کال د حمل میاشتې له اتمې څخه تر څوارلسمې نیټې پورې، د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد ۹۱ عملیات ترسره کړي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، چې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بمبارۍ په اړه د دغې ډلې لومړنۍ څیړنې ښيي، چې په دغه برید کې ۵۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د ماین چاودنو د ملي اردو شپږ سرتیري ټپيان کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د 'ماشومانو د شاقه کارونو د لاملونو او پایلو' په اړه په یو تازه څیړنیز ریپوټ کې ویلي، په افغانستان کې ۹۰ فیصده کارګر ماشومان په یوه اونۍ کې له ۳۵ ساعتونو څخه زیات کار کوي.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو په تیره یوه اونۍ کې د مخدره موادو د ۲۴ قضیو په تړاو ۳۴ قاچاقبران نیولي دي.
نور پورته کول