د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت په کابل کې د نشهیي توکو د پرچون پلورونکو د نیولو عملیات پیل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان په ختیځو ولایتونو کې د توغندیزو بریدونو له لارې هڅه کوي، چې په دغو سیمو کې د تروریستي ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړي.
د تاشکند کنفرانس گډون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت له خوا د قید او شرط پرته مذاکراتو وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي.
تیره شپه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو د بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې، چې له امله یې د کابل او څلورو نورو ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، دوو ځانمرګو بریدګرو نن غرمه مهال د هرات ښار په رنګریزانو کوڅه کې د نبي اکرم په نوم د شعیهګانو پر یو جومات برید وکړ.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړولو لپاره بشپړ تیاری لري او دغه لړۍ به د حمل میاشتې په ۲۵مه نیټه رسماً پیل کړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د افغان حکومت کابینې او د ولس په مشورې به ۱۳۹۷ د پوهنې کال وي او د دې ترڅنګ به حکومت د سولې، اصلاحاتو او ټاکنې مسلو ته لومړیتوب ورکړي.
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي، چې د دغه ولایت د څوکۍ په اړه د ارګ او جمعیت تر منځ اختلافات ختم شوي او دواړه خواوې هوکړې ته رسیدلې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار وايي، چې پولیسو د روان لمریز کال په حوت میاشت کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد څه باندې ۳۰۰ عملیات ترسره کړي دي.
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې لسګونو اعتراض کوونکو، په فاریاب ولایت کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو له خوا د خپلو زامنو د محاصره کیدو په غبرګون، د سې شنبې په ورځ د کابل – شمال لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، چې دغه شورا د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته د وسلهوالو طالبانو د ځواب په تمه ده او په دې برخه کې د دغې ډلې دریځ به په قطر کې د طالبانو د دفتر برخلیک روښانه کړي.
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د لویو او متوسطو کانونو د استخراج ظرفیت نه لري، خو غواړي چې له امریکا سره د کانونو د استخراج په برخه کې تړونونه وکړي.
د برتانیې د دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن کابل ته د خپل سفر پر مهال، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا د افغانستان د سولې او ثبات بنسټ بللی او ویلي یې دي، چې د انګلستان د واټونو امنیت د افغانستان ثبات پورې تړلی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تیر لمریز کال انجوګانو په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰ میلیون ډالر مصرف کړي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د خاصو او د ملي امنیت د چټک غبرون قطعاتو د ګډې قوماندانۍ د پرانیستلو پر مهال، له امنیتي چارواکو څخه وغوښتل، چې اطلاعات جدي ونیسي او خپلې کشفي څانګې لا پسې پیاوړې کړي.
نړیوال بانک وايي، له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې افغانستان د روغتیا په برخه کې په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي آسانتیاو په برابرولو کې ښه پرمختګ کړی دی.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د کانکور په آزموینه کې سږکال نجونو ته شاوخوا اوه زره څوکۍ ځانګړې کړي دي.
د ارګ او د بلخ ولایت د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ د اختلافاتو له اوږدیدو وروسته د افغان حکومت دوو لوړپوړو چارواکو تیره شپه په مزارشریف ښار کې له ښاغلي نور سره خبرې کړې دي.
د کابل پولیس وايي، چې د مخدره موادو استعمال او کاروبار جنايي جرمونو ته زمینه برابره کړې او په دغه ښار کې نږدې ټول جنايي جرمونه د همدغو موادو د موجودیت له امله ترسره کیږي.
نور پورته کول